په آلمان کي يوه نجلۍ څرنګه ټول عمر په کور کې بندۍ وه؟
۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبهد آلمان په لوېدیځ کې د زيګن ښار د څارنوالۍ وياند پاتریک بارون فون ګروت هوس، ويلي دي چې د څارنوالۍ دفتر د دې ماشومې له مور، نيکه او انا څخه په تحقیقاتو بوخت دی.
داسې انګیرل کیږي چې دې کسانو دغه اته کلنې نجلۍ ته «په عمومي ژوند کې د برخه اخيستو» اجازه نه ده ورکړې او هغه نه وړکتون او نه هم ښوونځي ته تللې ده.
ويل کیږي چې دې نجلۍ په اتن دورن ښار کې د خپل نيکه او انا په کور کې ژوند کاوه. هغې په دې کور کې اوه کاله تېر کړي دي او له کوره وتلو اجازه یې نه لرله.
د څارنوالۍ د دفتر په حواله د دې ماشومې مور د ځوانانو چارو ادارې ته ويلي ول چې له خپلې لور سره ايتاليا ته کډه کيږي. د دې نجلۍ پلار له خپلې مېرمنې جلا ژوند کوي.
د ځوانانو چارو ادارې په دې اړه معلومات ترلاسه کړي ول چې دا نجلۍ په اصل کې په ايتاليا کې نه وه. تر دې وروسته په ايتاليا کې هم دولتي بنسټونو تائيد کړې وه چې دا مور او لور په دغه هېواد کې ژوند نه کوي او احتمالاً هیڅکله یې هلته ژوند نه وو کړی. د دې معلوماتو په نتيجه کې د ځوانانو چارو ادارې چارواکي او پوليس په سپتمبر مياشت کې د دې ماشومې د اوسيدو ځای ته ورغلي ول.
آلمان: يوه نرسه په ۱۵ کاله بند محکومه شوه
د څارنوالۍ وياند بارون فون ګروت هوس زياته کړې: «هغوی د محکمې په حکم هلته تللي ول.» مسئولو مامورينو وويل چې د کور په زينو کې له دې نجلۍ سره مخ شول.
د دې پېښې شاليد لا هم په سمه توګه واضح شوی نه دی. د څيړونکو مامورينو په حواله د نجلۍ مور، نيکه او انا د سکوت د حق څخه استفاده کړې او په دې اړه یې له څه ويلو ډډه کړې ده. بارون فون ګروت هوس په خپلو خبرو کې وويل چې په دې ترتيب سره تر اوسه معلومه نه ده چې «د دغو کسانو په ذهن کې څه وو.»
په سيمه کې د دغه کورنۍ له ګاونډيانو څخه هم تحقيقات لا نه دي بشپړ شوي. بارون فون ګروت هوس د يکشنبې په ورځ ويلي هڅه کوي «د دې کسانو د انګیزې په اړه معلومات پيدا کړي.»
د دې ماشومې مور له خپلو والدينو سره يوځای د دې نجلۍ په بندي کولو تورنه ده او دا چې خپل مسئوليتونه یې په سمه توګه سر ته نه دي رسولي. د څارنوالۍ وياند وويل چې اتن دورن يو کوچنی ښار دی او په عمومي توګه په دې ډول محيط کې باید خلک د دې نجلۍ وضعيت ته متوجې شوي وای خو د نوموړي په خبره حتی ګاونډيان هم نه پوهيدل چې مور او لور هم په دې کور کې ژوند کوي.
د ځورونکو پيښو پر وړاندي له ماشومانو سره څرنګه مرسته کولای شو؟
ياده اته کلنه نجلۍ اوس د خپل يوه سرپرست په کور کې اوسي. د څارنوالۍ وياند وويل چې په دې اړه هیڅ نخښې نښانې نه دي موندل شوي چې پر نجلۍ دې فزيکي تیری شوی وي يا دې د خوار ځواکۍ ښکار وي.
بارون فون ګروت هوس وويل: «خو هر ډول چې وي دې نجلۍ دباندې نړۍ نه ده ليدلې.» د دې نجلۍ د سرپرست د تعينولو له پاره د محکمې له خوا غوښتنليک چمتو کړل شوی دی. هغه زیاته کړه: «والدین نور نه شي کولای د خپلې لور په اړه تصميم ونيسي، لږ تر لږه یې موږ اوسمهال دا کار نه شي کولای.»
بارون فون ګروت هوس په خپلو خبرو کې وويل چې بل ګام یې د ماشومې د وضعيت ارزونه ده. هغه زياته کړه: «په قوي احتمال» به د دې نجلۍ له مور او د اړتيا په صورت کې به د ټولو تورنو کسانو په اړه پلټنې ترسره شي.
ب. ص/ ن. ز (dpa)