په آلمان کي يوه سړي ۶۰۰ موټر خط کړي دي؟
۱۳۹۸ دی ۱۹, پنجشنبهد آلمان د بایرن ایالت اړوند د شواین فورت په نامه ښار کې یو۲۶ کلن تورن کس محکمې ته حاضر کړل شوی دی چې د معلوماتو له مخې نوموړي د سلګونو موټرو رنګ ته زیان رسولی دی.
پر نوموړي کس د ۲۰۱۸م کال د فبروري او اپریل میاشتې په موده کې د عامه خلکو جایدادونو ته د زیان رسولو تور پورې کړل شوی دی.
د معلوماتو له مخې دغه کس په دې موده کې شاوخوا ۶۴۲ موټر د یوې تیرې آلې په واسطه خط کړي دي او د دغو موټرو رنګ ته یې زیان رسولی دی. د چارواکو په خبره د نوموړي د دغه کار له امله شاوخوا یو میلیون ډالر زیان اوښتی دی.
د بایرن ایالت په شواین فورت، ورزبورګ او همدا راز د وایتزهوشهایم په ښارونو کې د دغه راز کارونو شکایت شوی وو.
د شپې پرمهال غږونه
د ماین پوست په نامه د آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر اساس دغه تورن کس د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې سهار وختي په تیاره کې نیول شوی وو. دغه کس وروسته له هغه ونیول شو چې یوې ۲۶ کلنې ښځې د موټر د خط کولو غږ واورید او سمدلاسه یې پولیسو ته خبر ورکړ.
د پیښې د شاهدې په خبره، د غږ تر اوریدو وروسته یې له کړکۍ بهر وکتل او یو کس یې د سړک پورې غاړې ته ولید چې له یوه موټر څخه بل موټر ته تیریږي. دغې میرمنې وویل چې نوموړي کس هر موټر ته په رسیدو سره د لاس یو شان حرکت کړی وو او له هر موټر څخه په تیریدو یې هغه خط کوو. هغې وویل: «داسې ښکاریدل لکه هغه چې ډیره تجربه ولري.»
تر دې پیښې وروسته، نوموړې په سملاسي توګه پولیسو ته خبر ورکړ او پولیس په لنډه مودې کې د پیښې سیمې ته ورسیدل او دغه کس یې له یوه پیچکش سره یو ځای ونیو.
څارنوالانو په لومړي سر کې په دغه کس د شاوخوا ۱۷۰۰ موټرو د زیانمنولو تور پورې کړی وو چې له کبله یې تر ۲ میلیونه ډالرو زيات زیان اوښتی وو، خو محکمې بیا د څارنوالو د دغو تورنو په هکله د کافي شواهدو د نه شتون له کبله د زیانمن شویو موټرو شمیر را کم کړ.