په آلمان کي د چړې برید؛ يو افغان يې په تور نیول سوی
۱۴۰۳ بهمن ۴, پنجشنبهد جرمني د آشافنبورگ په یوه پارک کي د چړې له برید وروسته یو دوه کلن ماشوم او ۴۱ کلن سړی وژل سوي دي. درې نور کسان ټپیان سوي دي. پولیسو د چهارشنبه په ورځ (۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۲۲ مه) له پیښې لږ وروسته یو ۲۸ کلن افغان نیولی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې برید گر یو رواني ناروغ وو. د برید له پاره کارول سوې چاړه ضبط سوې ده.
پولیسو ویلي دي چي تر اوسه پوري د هغه د افراطیت په اړه شواهد موجود نه دي. د دغه رواني بریدگر د کور د لټولو په نتیجه کي نور معلومات هم په لاس راغلي دي.
د بایرن ایالت داخله وزیر، یوآخیم هیرمن په آشافنبورگ کي وویل چي دغه افغان بریدگر د ۲۰۲۲م کال په پای کي آلمان ته راغلی او په ۲۰۲۳م کال کي یې د پناه غوښتنې عریضه ورکړې وه.
اړوند:په ۲۰۲۴ م کال کې له آلمان څخه له ۱۳۰۰ ډېر افغانان اخراج سوي
نوموړی له دې مخکي درې ځله د تاوتریخوالي په تور نیول سوی او څو ځله د رواني درملنې له پاره کلینیکونو ته استول سوی وو. د تیر کال په ډسمبر میاشت کي دغه نیول سوي کس چارواکو ته، افغانستان ته په خپله خوښه ستنیدو ژمنه وکړه، له همدې کبله یې دپناه غوښتني پروسه متوقف سوې وه.
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ دغه پیښه «د نه منلو وړ ترهگریز عمل» بللی دی. نوموړي د پیښې په اړه خپل لومړني غبرگون کي وویل: «زه د داسې تاوتریخوالي له کړنو ستړی سوی یم چې دلته په هرو څو اونیو کې ترسره کیږي. په حقیقت کي د هغو مرتکبینو په اړه چې د خوندیتوب له پاره موږ ته راغلي دي.»
صدراعظم د خپلو خبرو په دوام وویل: «چارواکي باید سمدستي روښانه کړي چي بریدگر لا ولې په آلمان کي وو. له په لاس راغلو معلوماتو څخه، تر لاسه سوي عواقب باید تعقیب سي. یوازي خبري کفایت نه کوي.»
اړوند:آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه یوه ستونزه ګرځېدلې ده
د اوسنیو معلوماتو له مخې پیښه د آشافنبورگ د شیونتال په پارک کي د غرمې څه کم ۱۲ بجې رامنځته سوه.
د پولیسو په حواله په داسي وخت کي چي د وړکتون د کوچنیانو یوه ډله په دغه پارک کي روانه وه، برید گر پر یوه مراکشي دوه کلن هلک باندي مرگونی برید وکړ. یو ۴۱ کلن سړی چي په تصادفي ډول د پیښي په ځای کي وو او غوښتل یې مداخله وکړي، هم د برید گر له خوا په چړې ووهل او ووژل سو. درې نور کسان، یوه دوه کلنه سوریايي نجلۍ، یو ۷۲ کلن آلمانی او د وړکتون ۵۹ کلنه آلمانۍ پالونکې سخت زخمیان سول. خو د پولیسو په حواله د هغوی حالت ډیر خطرناک نه دی.
د بایرن صدراعظم مارکوس زیودر،«د ټول بایرن له پاره له یوې وحشتناکي ورځي» څخه خبره وکړه. هغه وویل: «موږ د یوه بې گناه ماشوم په مړینه غمجن یو چي د یوه بزدلانه عمل په نتیجه کي یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. همدارنگه د هغه کس په وژل کیدو غمجن یو چي د نورو کسانو په ژغورلو سره یې خپل ژوند قربان کړ. د جرم شرایط باید په بشپړ ډول روښانه سي.« هغه زیاته کړه: «موږ د قربانیانو او د هغوی د کورنیو له پاره دوعا کوو.»