«په آلمان کي د يوې ۲۱ کلني افغاني جسد په بکس کي موندل سوی»
۱۳۹۸ مرداد ۱۰, پنجشنبهد آلمان پوليسو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی دی چي پر نوموړي افغان باندي د دغه قتل سمدستي گومان سوی او هغه يي نيولی دی. نوموړی کس د آلمان د زاکسن ايالت په څيکاو سيمه کي په خپل آپارتمان کي د دوشنبې په ورځ نيول سوی او په يوه هليکوپتر کي دورتموند ته انتقال سوی دی. لويي څارنوالۍ هغه ته د قتل په تور د بند حکم کړی دی.
د لويي څارنوالۍ وياند د چهارشنبې په ورځ وويل چي دغه افغان د جمعې او يا هم شنبې په ورځ ښايي هغه وخت خپله ۲۱ کلنه ميرمن لټولې وي چي هغې د خپلي ملگرې پر پنځه کلن او نهه کلن کوچنيانو باندي پام کاوه. د وياند په حواله داسي نخښي نښانې سته چي دغه ځوان دي په آپارتمان کي طبيعي حالت لرلی وي.
ويل سوي دي چي دغه سړي په هغه کور کي خپله ښځه چي هم افغانه وه، د يکشنبې په سهار لومړي خفه کړې او بيا يي۷۰ ځله په چړې وهلې ده. د لويي څارنوالۍ وياند وويل: «هلته به په دغه وخت کي له تصوره ليري دردوونکې صحنې رامنځته سوي وي.» هغه ويلي دي چي کوچنيانو ته کوم زيان نه دی رسيدلی او دغه پيښه يي په سترگو هم نه ده ليدلې. په اول سر کي د آلمان د بيلډ په نامه ورځپاڼي په دې اړه رپوټ ورکړی وو.
د وژل سوي ښځي ملگري ويلي دي چي وروسته له هغه چي يوه شناخته يې د يکشنبې په ورځ په آپارتمان کي کوچنيان او ډيري ويني وموندلې، د سفر يو لوی بکس نه وو.
چارواکو وروسته بيا دغه بکس چي جسد پکښي وو، د دورتموند ـ ليوتگين دورتموند په نامه چټک اورگاډي تمځای ته نژدې د گاراجونو په يوه صحن کي پيدا کړ.
لويي څارنوالۍ ويلي دي چي ددغه قتل علت تراوسه معلوم نه دی. مجرم کس د بکس د پيدا کولو په اړه معلومات ورکړي، خو د قتل په اړه يي تر اوسه څه نه دي ويلي.
(G.P/N.Z(dpa