په آلمان کي د مسجد ورځ
د اکتوبر دريمه په آلمان کي د مسجد ورځ ده. سږکال په آلمان کي په دغه ورځ د «ښه گاونډيتوب او ښې ټولني» په شعار سره د مسجدونو دروازې د ټولو وگړو پرمخ پرانيستل کيږي. په آلمان کي د مسجد د پرانيستو دروازو په اړه انځوريز راپور.
د آلمان د يووالي په ورځ مسجدونه
په آلمان کي د مسجد ورځ د ۱۹۹۷م کال د اکتوبر مياشتي له ۳ څخه هرکال لمانځل کيږي. د اکتوبر دريمه د آلمان د يووالي ورځ هم ده. د دغه هيواد د مسلمانانو مرکزي شورا اعلان کړی دی چي مسلمانان د آلمان د ټولني يوه برخه ده او په دې سره د آلمان له يووالي سره خپله پخلاينه ښيي. تمه کيږي چي په دغه ورځ نژدې ۱۰۰ آلمانان د مسجدونو ليدلو ته ورسي. انځور په برلين کي د «شهيدليک» مسجد.
مسجد د ټولو له پاره
په آلمان کي مسلمانان غواړي چي په دغه ورځ مسجدونو ته راغلي آلمانانو ته اسلام نور هم ورنژدې کړي او هغوی ته وښيي چي مسجد يوازي د لمانځه ځای نه، بلکي د ټولنيزو فعاليتونو او نورو مراسمو ځای هم دئ.
اصول او مقررات
د اسلام پيژندلو له پاره بايد لومړني لارښووني وپيژني چي په آلمان کي ئې هم مراعتول ضروري دي. دلته هم بايد مسجد ته تر ننوتلو مخکي خپل بوټونه وکاږي او اودس ولري. داچي په مسجد کي سجده کيږي نو فرش بايد پاک وي. انځور د کولن ښار مسجد.
معماري
د آلمان کولن ښار ته نژدې د هورت سيمي مسجد. ډير وگړي د مسجدونو د معمارۍ په اړه معلومات ترلاسه کوي.
د آلمان د دويسبورگ ښار مسجد په دغه هيواد کي تر ټولو ستر مسجد دی. دغه مسجد په ۲۰۰۸م کال کي پرانيستل سو. د دغه مسجد اسلامي ټولنه له آلماني بنسټونو سره له نژدې کار کوي. مسجد ته ورتلونکي وگړي په دغه ورځ کولای سي چي د مسلمانانو د ماسپښين لمونځ وگوري.
د برلين په شهيد ليک مسجد کي آلمانان د لمانځه ننداره کوي.
تسبيح
دغه آلماني زلمي ته په فرانکفورت کي د مسجد په ورځ تسبيح ډالۍ سوي.
په مسجد کي کاتوليکان
يوازي د مسجد په ورځ په آلمان کي د مسجدونو دروازې آلمانانو ته پرانيستي نه وي، بلکي د کاتوليکانو په ورځ هم په آلمان کي د مسجدونو دروازې د مسيحي وگړو پرمخ پرانيستي وي، څو د اديانو د استازو ترمنځ د خبرو اترو فرصت پيدا سي. د آلمان د مانهايم ښار په مسجد کي کاتوليکان.
شين مسجد په آلمان کي څلورم پخوانی مسجد دی.
په هامبورگ ښار کي د عمر فضل مسجد په دغه ورځ د لويانو او کوچنيانو پرمخ پرانيستی وي. دغه مسجد په ۱۹۵۷م کال کي پرانيستل سوی دئ. په دغه مسجد کي د اکتوبر پر دريمه د اسلام د تاريخ په اړه معلومات وړاندي کيږي.
د مسجد تر ليدو وروسته د چای څښلو وخت وي. په دغه ورځ مسجدونو ته ډول ډول خواړه راوړل سوي وي.
د آلمان د درسدن ښار په «المصطفی» مسجد کي په دغه ورځ د اسلام د پيغمبر او قرآن په اړه د مسجد د ننداره کوونکو پوښتونو ته جوابونه ورکول کيږي او د چای څښلو پرمهال بحثونه کيږي.