آلمان: د ریلونومسافرو ته د ۱۹۷ميليونه يورو جبران خسارې ورکول
۱۴۰۳ اسفند ۲۰, دوشنبهد آلمان د ریلگاډو ملي شرکت (ډویچه بان) د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۹) رپوټ ورکړی دی چي په ۲۰۲۴م کال کي یې د ریلگاډو د ځنډ او یا کنسل کیدو له امله، خپلو مشتریانو ته شاوخوا ۱۹۷ میلیونه یورو جبران خساره ورکړې ده.
دغه شرکت ویلي دي چي د هغوی د لیري واټن د ریلگاډو یو پر دریمه برخه کي په ۲۰۲۴م کال کي ځنډ راغلی دی. نوموړي شرکت هغه وخت خپل ریلگاډي د ناوخته یا په ځنډ سره رسیدو په کتگوري کي درجه بندي کوي چي له ټاکل سوي وخت څخه ۵ دقیقې او ۵۹ ثانیې ناوخته خپل هدف ته ورسیږي.
په دې ډول، تیرکال د ډویچه بان ریلگاډي ۳۷،۵ سلنه په ځنډ سره خپل هدف ته رسیدلي دي چي په دغه شرکت کي، په وروستیو ۲۱ کلنو کي د وخت پیژندنې تر ټولو خرابه اندازه گیري ده.
د دغه شرکت ویاند د «بیلډ» آلمانۍ ورځپاڼي ته وویل: «که ریلگاډي وځنډیږي او زموږ مسافر د جبران خسارې شرایط ولري، موږ یې پرته له جروبحث څخه ورکوو او اوږدمهاله ځنډونه د لالوړو جبران خسارې د ورکولو سبب کیږي.»
تقریباً اوه میلیونه کسانو د جبران خسارې غوښتنه کړې
دویچه بان ویلي دي چي تیرکال یې د جبران خسارې، ۶،۹ میلیونه ادعاگاني ور رسېدلي دي. دغه شرکت په ۲۰۲۳م کال کي د جبران خسارې ۵،۶ میلیونه ادعاوي ترلاسه کړي او ۱۳۲،۸ میلیونه یورو یې دعواکوونکو ته ورکړي وې.
د آلمان د ریلگاډو د پټلیو سیسټم په وروستیو کلونو کي مسافر ناامیده کړي دي، دا ځکه چي ریلونه تل له ځنډ، بیروبار او کنسل کیدو سره مخامخ کیږي.
د دویچه بان ویاند ویلي دي: «دویچه بان په پام کي لري چي خپل د اوږده واټن د وخت پیژندني خدمات د ۲۰۲۷م کال تر پایه له ۷۵ څخه ۸۰ سلني ته لوړ کړي.»
زړې او ترفشار لاندي زیربناوي
بله ستونزه چي د دویچه بان مشتریان ورسره مخامخ دي داده چي د ریلگاډو د پټلۍ ډیره برخه تل د ساتنې او څارنې او یا هم جوړیدو له امله تړل کیږي.
د دویچه بان په وینا، په ۲۰۲۴م کال کي د ریلگاډو ډېر ځنډ له دې امله رامنځته سوی، چي د پټلیو زیربناوي زړې او د ترانسپورتي بیروبار تر فشار لاندي دي.
دغه شرکت په اوس وخت کي تر ۲۰۳۰م کاله پوري، له بیروباره ډکو ۴۱ لارو د بیارغونې له پاره یوه ستره طرحه ترلاسه لاندي لري.
سربیره پردې دویچه بان مخکي له دې د کار په بازار کي ستونزي هم د ریلگاډو د ځنډ عوامل بللي دي. نوموړي شرکت ویلي دي چي د پرسونلو په تامینولو کي له ستونزو سره مخامخ دی.