په آلمان کي تقريباً ۸۳،۶ میلیونه کسان ژوند کوي
۱۴۰۳ بهمن ۴, پنجشنبهپه جرمني کي د ۲۰۲۴م کال په پای کي څه ناڅه ۸۳،۶ میلیونو کسانو ژوند کړی دی. د آلمان د احصائیوي ادارې له خوا د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جنورۍ ۲۳) خپور سوي اټکل له مخې، دغه رقم د ۲۰۲۳م کال د پای په پرتله څه ناڅه ۱۰۰ زره زیاتوالی ښيي. د دې کار یوازینی علت خالص مهاجرت دی.
اړوند:د نړۍ د ټول نفوس څخه ۱،۵سلنه بې ځایه سوي دي
د نوموړي اټکل له مخې، د زیږون او مړیني ترمنځ توازن منفي و؛ یعني دا چي د زیږون په پرتله ډیر انسانان مړه سوي دي. دنفوسو د ثبت احوال ادارو د مخکنیو رپوټونو له مخې تر له ۶۷۰ زره تر ۶۹۰ زرو پوري د نوو زیږیدلو ماشومانو د ثبتیدو تمه کیدله. په ۲۰۲۳م کال کي ۶۹۲۹۸۹ کوچنیان زیږیدلي دي. برعکس د مړه سوو کسانو شمیر شاوخوا یو میلیون ؤ.
په دې ډول په ۲۰۲۴م کال کي د زیږون کسر رامنځته سو، یعني د زیږون او مړیني د پیښو ترمنځ د توپیر له امله، له ۳۱۰ زرو څخه تر ۳۳۰ زرو پوري. له دریو پرله پسې کلونو راهیسي دغه رقم تر ۳۰۰ زرو کسانو لوړ دی. د نوموړې ادارې په وینا، دغه منفي تعادل له ۱۹۹۰م کال یعنی د جرمني له بیا اتحاد راهیسي ادامه لري.
اړوند:سویلي آسیا کې نفوس ډیر شوی او کاري فرصتونه کم شوي
همدارنگه ډیر لږ کسان آلمان ته رامهاجر سوي دي. په دې ډول خالص مهاجرت د هغه د تیرکال په پرتله لږترلږه ۳۴ سلنه لږ ؤ.
په ۲۰۲۴م کال کي ۴۴۰۰۰۰ کسانو پوري موجود ول، په ۲۰۲۳م کال کي لا ۶۶۲۹۶۴ کسان ول. احصائیه ښيي: «د ابتدايي معلوماتو له مخي دغه پرمختگ په تیره بیا له سوریې، افغانستان ، ترکیې او اروپايي ټولنې هیوادونو څخه د خالص مهاجرت د کمښت له امله دی.»