په آسيا کې ولې هر کال ۳۰ ميليونه سپي خوړل کیږي؟
۱۴۰۱ اسفند ۶, شنبههيم لو چې د دغه بنسټ د حقوقي چارو مدير دی، د آلمان خبري آژانس ته وويل چې ۷۰ سلنه کورني حيوانات لکه سپي او پيشوګانې مخکې له دې چې ووژل شي، له خپلو خاوندانو څخه غلا کيږي. لو وايي چې »غله په لويو موټرو سره کليوالي سيمو ته ورځي او کله چې کوم ساتونکی سپی دباندې ناست وي، نو هغه هسې له ځان سره اخلي.« په يوه لارۍ کې په دې ډول ځينې وخت ۳۰۰ تر ۴۰۰ غلا شوي سپي لېږدول کيږي.
دليل يې د ده په خبره دا دی چې په ډېرو آسيايي هېوادونو کې د سپي غوښه خوراکي توکی بلل کيږي. لو زياتوي چې »هغوی باور لري چې هغه طبي وړتياوې لري لکه د وينې جريان تقويه کول يا د ځينو ناروغيو علاج.« نوموړی دا هم وايي چې دا په ولس کې عام شوي خرافات دي او هيڅ علمي ثبوت يې نه شته، خو بيا هم د يوه نړيوال تړون تطبيقول ستونزمن دي ځکه چې ډېری هېوادونه نه غواړي په دغې موضوع باندې تمرکز وکړي.
کيکې يوېن چې د سپو د څار بنسټ د پروژو مشر دی وايي چې »ډېره خواشينونکې خبره ده چې د حيواناتو حفاظت د لومړيتوبونو په ليست کې ډېر ټيټ ځای لري. د هغه په خبره »ځيې سياستوال نه غواړي چې آسيايي هېوادونه په غوسه کړي.« په ۲۰۱۴ کال کې په هانکانګ کې د سوداګر ګېنلين له خوا جوړ شوی د سپو د څار په نوم دغه سازمان ځينې برياليتوبونه هم په لاس راوړي دي. په تايوان کې د ۲۰۱۷ کال راهيسې د سپو او پيشوګانو د غوښو خوراک منع شوی دی. د امريکا په متحده آيالاتو کې دغه کار د ۲۰۱۸ کار راهيسې ممنوع دی او د چين په شېنژن ښار کې د ۲۰۲۰ کال راهيسې هم دغه کار منع شوی.
ښاغلی لو وايي چې »سپي او پيشوګانې په ټوله نړۍ کې عادي حيوانات نه، بلکې د کورنۍ غړي هم بلل کيږي.« سربېره پر دې د هغه په خبره »سپي د ټولنې له پاره ډېر څه کوي، د موادو د بويولو سپي، د سرطان د تشخيص سپي، د ړندو لارښود سپي او د پوليسو سپي شته چې دا يې يوازې د يو څو ډولونو يادونه ده.«
د ياد سازمان تر ټولو مهم ملاتړی د امريکا متحده آيالات دي. لو وايي چې »که د آلمان حکومت هم چمتو وي چې د متحده آيالاتو له حکومت سره همکاري وکړي، تر څو يو نړيوال تړون رامنځ ته شي، دا به زموږ تر ټولو مهم هدف وي.« د دغه سازمان هيله دا ده چې نور هېوادونه ورسره يو ځای او د يوه نړيوال تړون هدف تر لاسه شي.
ډي. پي. اې /ن.ص /خ.ح