پمپيو: ايران د افغانستان د سولې بهير ته خنډونه جوړوي
۱۳۹۸ دی ۱۸, چهارشنبهد امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو د سه شبنې په ماښام په واشنگټن کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې «ايران د سولې له پاره له سيمه ایزې او نړيوالې اجماع سره پيوستون رد کړی دی.» هغه زياته کړه: «په اصل کې [ايران] په جدي توگه په افغانستان کې د سولې بهير د کمروزي کولو په موخه هلته [افغانستان کې] د وسله والو ډلو نړيوال ملاتړ ته ادامه ورکوي.»
د امريکا د بهرنيو چارو وزير د قدس ځواکونو د مشر قاسم سليماني د وژل کيدو په اړه له خبريالانو سره خبرې وکړې او پر ايران یې تور ولگاوه چې د افغانستان د سولې د پروسې د ضعيفولو په موخه له طالبانو څخه ملاتړ کوي.
پمپيو پر دې سربيره وويل چې «د ايران په ناولي عمل کې د طالبانو شريکيدل به يوازې د افغانستان د سولې پروسه زيانمنه کړي.» خو نوموړي په دې برخه کې له جزياتو ورکولو ډډه وکړه.
مخکې په جون مياشت کې هم هغه پر ايران د يوه بريد تور لگولی وو چې د تېر کال په مي مياشت کې یې په کابل کې څلور لارويان وژلي ول او څلور تنه امريکايان پکې ټپيان شوي ول. د دغه بريد مسئوليت طالبانو منلې وو.
خو څارونکي په دې آند دي چې ايران او امريکا په افغانستان کې د سولې د تامين په برخه کې گډې منافع لري. د تېر کال په نومبر میاشت کې په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو غونډه کې چې طالبانو او افغان سياستوالو پکې گډون درلود، د ایران استازو هم برخه اخيستې وه.
که څه هم چې د لويديځ چارواکي پر ایران تور لگوي چې په افغانستان کې پر امريکايي ځواکونو د فشار اچولو په موخه وسله والو ته پوځي تجهیزات ورکوي، خو د ايران حکومت تل دغه تورونه رد کړي او وايي چې هڅه کوي چې طالبان د سولې په پروسه کې شامليدو ته وهڅوي.
دا په داسې حال کې ده چې ځينو رسنيو قطر ته د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ایالاتو د ځانگړي استازي زلمي خليلزاد د تازه سفر خبر ورکړی دی. ويل شوي چې د خبرو اترو د دې پړاو اصلي موضوع به «اوربند او د بين الافغاني خبرو» پېليدل وي.
bs/nz (Reuters)