پزشکیان: ترمپ په یو وخت هم د سولې خبرې او هم ګواښ کوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۷, شنبهد ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شنبې په ورځ د ترمپ د خبرو په تړاو ویل: «موږ باید پر څه باور وکړو؟»
هغه زیاته کړې: «له ېوې خوا هغه د سولې خبرې کوي او له بل لوري بیا په تر ټولو پرمختللو امکاناتو د درونو وژونو ګواښونه کوي.»
د ایران اومتحدو ایالاتو ترمنځ د بحث یوه جنجالي موضوع د ایران اټومي پروګرام دی. ایراني او امریکايي پلاو په وروستیو کې پر دغې موضوع څو پړاوه خبرې اترې درلودلي دي.
نور ولولئ: رپوټ: ايران له امريکا سره د اتومي تړون لاسليکولو ته چمتو دی
د ایران ولسمشر وویل چې ایران له امریکا سره د اټومي پروګرام پر سر خبرو ته ادامه ورکوي، خو زیاته ېې کړه چې له ګواښونو هېره نه لري. هغه ټينګار وکړ چې ایران جګړه نه غواړي: «موږ جګړې ته لېواله نه یو.»
ترمپ د جمعې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې خبریالانو ته وويل چې ایران د خپل اټومي پروګرام په هکله د امریکا متحده ایالتونو له لوري یو وړاندیز لري او پر دې پوهيږي چې د څو لسیزو اختلاف د حل له پاره چټک اقدام وکړي.
نور ولولئ: اټومي مذاکرات؛ د ایران او امریکا پلاوي عمان ته رسېدلي
ترمپ زیاته کړه: «ډېره مهمه دا ده، چې هغوي پوهيږي چې باید چټک اقدامات وکړې او یا کوم بد څه، بد څه د پېښېدو په حال کې ده.»
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ تر دې مخکې هم ګواښ کړی و که چېرته ایران سره د امریکا مذاکرات ناکاميږي نو ایران به له ستر خطر سره مخ شي. دغه راز د امریکا خارجه وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ د می ۱۵مه پر تهران نیوکې وکړې. هغه له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې ایران په سیمه کې د ټولو ستونزو عامل دی.
نور ولولئ: د امریکا د بهرنيو چارو وزير: په سیمه کې د ټولو ستونزو عامل د ایران حکومت دی
روبیو وویل چې ستونزه د ایران په خلکو کې نه بلکې د ایران د رژيم په چارواکو کې ده: «زموږ ستونزه د ایران له خلکو سره نه ده، هغوی سوله غوښتونکي دي... زموږ ستونزه له هغه مذهبي رژيم سره ده چې په سیمه کې د ټولو کړکیچڼو عامل دی.»