پر یوې کوریایۍ نجلۍ د ایراني ورزشکارانو ډله ايز جنسي تیری
۱۴۰۴ خرداد ۱۴, چهارشنبهپر یوې ۲۰ کلنې کوریايۍ نجلۍ د ایراني ورزشکارانو د ډله ایز تیري د دوسیې په اړه د نوو رپوټونو له مخې، د ایران ملي ټیم پرته له څلورو ورزشکارنو ایران ته ستون سوی دی. همدارنگه د ایران د ملي تیم یو بل ورزشکار هم د غلا په تور نیول سوی ؤ ، خود نقدي جریمې له ورکولو وروسته بیرته آزاد سوی دی.
په جنوبي کوریا کې پر یوې ۲۰ کلنې نجلۍ د ایراني ورزشکارانو د ډله ایز تیري په اړه نور جزیات د آسیا د اتلولۍ د لوبو په څنډه کې خپاره سوي دي. په دغو جزیاتو کې چی له یوه عیني شاهد له خوا په ایراني رسنیو کې خپاره سوي دي، راغلي چې دغه ۲۰ کلنه کوریايۍ نجلۍ د سهار پر شاوخوا شپږو بجو له یوه کلب څخه له یوه ایراني ورزشکار سره یو ځای هوټل ته ځي. وروسته یو بل ورزشکار هم ورسره یو ځای کیږي او له هغه وروسته دریم ورزشکار هوټل ته ننوزي. نجلۍ ددغه ډول وضعیت په وړاندي اعتراض کوي او حمام ته ننوزي او هلته خپل موقعیت پولیسو ته استوي.
اړوند:يونيسف: تر ۳۷۰ میليونه ډېري نجونې د جنسي زور زياتي ښکار شوي
پولیس ډیر ژر د پیښې ځای ته رسیږي، پرته له دغو دریو کسانو یو بل کس هم هلته موجود وي، پولیس څلور واړه کسان نیسي، په داسي حال کې چې نجلۍ وايي چې څلورم کس په دغه ځورونه کې هیڅ نقش نه درلود او د جرم پر وخت اصلاً حاضر نه و ، خو پولیسو هغه هم ونیوه.
تورن کسان ادعا کوي چی"یوازې دریم مورد په زور و" او لومړني دوه موارد " په خپله خوښه " وه.
ایراني رسنیو څلورم کس "امیر زمانپور" په گوته کړی او لیکلي یې دي چې د پلټنو نتایج ښیي چې هغه بیگناه دی، خو فعلاً په توقیف کې دی.
همدارنگه رسنیو له دریو ورزشکارانو او یوه ترینر نوم اخیستی دی، خو معلومه نه ده چې اصلي تورن کسان څوک دي.
دایران دو و میدانی فدراسیون، ټول ورزشکاران له رسنیو سره له خبرو منع کړي دي. همدارنگه د کوریا د گومي په ښار کې د ورزشکارانو د اوسیدو د ځای امنیت هم نیول سوی او پولیس د په غوصه سوو خلکو د یرغل له بیرې هوټل تر خپل کنترول لاندی راوستلی دی.
په عین حال کې یو بل کس هم د موبایل ټلیفون د غلا په تور په مؤقتي ډول ونیول سو او د نقدي جریمې له ورکولو وروسته آزاد کړای سو. خو د دو و میدانی فدراسیون ، هغه دوه کاله له ورزش څخه منع کړی دی.
د گومي د ښار پولیس د ایران نوموړي فدراسیون ته ویلي دي چې څلور ایراني ورزشکاران به حداقل تر نورو دوو میاشتو او د محکمې تر جوړیدو پورې په زندان کې پاته وي او "اټکل کیږي چې پر هغوی به د بندیگرت سخت حکمونه صادر سي."
البته ویل سوي دي لکه څنگه چې د زمانپور، د پلټنې نتایج منفي وه، نو ښايی هغه په راتلونکو ورځو کې آزاد او ایران ته ستون سي.
دغه پیښه په داسي یوه وخت کې رامنځته کیږي چې د ایران له نوموړي ټیم سره د حراست اوه ځواکونه او د ولایتي هیئت دوه مشران هم په جنوبي کوریا کې حاضر ول. د حراست د ټیم غړي تل په تیره بیا د ښځینه ورزشکارانو په اړه په شدت سره عمل کوي.
د اعتماد د ورځپاڼې د رپوټ له مخې د فدراسیون مشر احسان حدادي، ددغه خبر له رسنیز کیدو مخکې لا کوریا پریښوده او ایران ته ستون سوی دی.
د دو و میداني د فدراسیون د مشر مخالفین نن چهارشنبه (۲۰۲۵ م کال د جون ۴ مه) ددغه ورزشي بڼسټ مخې ته راټول سوي او د حدادي، د ایسته کیدو یا استعفا غوښتنه یې کړې ده.