پر پوځي کاروان بريد کې ۷ پاکستاني عسکر ووژل شول
۱۴۰۱ فروردین ۲۷, شنبهد پوځ په يوه بيان کې راغلي چې دغه بريد د پنجشنبې يا زيارت په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اپريل ۱۴نېټه) په شمالي وزيرستان کې شوی دی چې د خيبرپښتونخوا ايالت يوه جګړه ځپلې سيمه ده.
د بريد مسئوليت چا نه دی منلی، خو تور پر پاکستاني طالبانو ولګېد چې د تحريک طالبان پاکستان په نوم هم شهرت لري. دغه ډله له هغو افغان طالبانو څخه جدا ده چې د اګست مياشتې راهيسې يې په افغانستان کې ولکه ټينګه کړې ده.
د تحريک طالبان پاکستان تر څنگ د اسلامي دولت يا داعش ډلې ځايي څانګه هم د پاکستان په ياده سيمه کې حضور لري او په تېر وخت کې يې د ځينو بريدونو د تر سره کولو ادعا کړې وه.
دغه وروستی تاوتريخوالی په داسې يو وخت کې کيږي چې د پاکستان پوځ د پنجشنبې يا زيارت په ورځ ويلي دي چې د جنورۍ مياشتې راهيسې له افغانستان سره څېرمه په پرتو سيمو کې ۱۲۸ اورپکي ووژل شول.
د پاکستان پوځ اعتراف هم کړی دی چې تقريبا ۱۰۰ عسکر يې په دغه وخت کې په بريدونو کې وژل شوي دي. سره له دې چې هغه جلا ډلې دي، خو افغاني طالبان او پاکستاني طالبان سره متحدين دي او د پاکستاني طالبانو مشرانو او جنګياليو په تېرو کلونو کې په افغانستان کې پټنځايونه درلودل.
مخکې له دې چې افغان طالبان قدرت ته ورسيږي، کابل او اسلام آباد ډېر ځله يو پر بل باندې تورونه لګول چې يو يا بل اړخ په خپله خاوره کې اورپکو ته ځای ورکوي.
آ./ن.ص./ا.ا.