پر پاکستان باندي بیا ملخانو هجوم وروړی دی
۱۳۹۸ بهمن ۱۲, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په لومړۍ نیټه) پاکستان د اطلاعاتو وزیر فردوس عاشق اعوان وویل چې پاکستان په وروستیو دوو لسیزو کې د صحرايي ملخانو له خورا سترو لښکرو سره مخامخ دی. د نوموړي په خبره حکومت له دغو ملخانو سره د مبارزې له پاره ملي بیړنی حالت اعلان کړی دی. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې لومړي وزیر عمران خان له ملخانو سره د مبارزې له پاره ملي پلان تائید کړی دی او دا چې په دې هکله لومړنۍ غونډه پرون د جمعې په ورځ رابلل شوې وه.
د پاکستان د سند ایالات د کرنې د خونې غړي او کروندګر نثار خشالي له آلمان خبري آژانس سره په دې هکله د خبرو پرمهال وویل چې «شک لرم چې سږ کال به د غنمو د تولید هغه ۳۷ میلیونه ټنه هدف ترلاسه کړو.» د چارواکو په خبره دغه صحرايي ملخان کروندو او حاصلاتو ته زیان اړوي او یو شمیر حاصلات یې زیانمن کړي هم دي.
د پاکستان چارواکو په خبره دغه ملخان د تیر کال په جون میاشت کې له ایران څخه پاکستان ته داخل شوي دي او دا چې له وړاندې نه یې د پاکستان په جنوب غربي سیمو کې یو شمیر کرنیز حاصلات زیانمن کړي دي. د پاکستان په دغو سیمو کې تر ډیره پورې پنبه، غنم او د جوارو کر کیل کیږي.
اوسمهال دغه صحرايي ملخان د پاکستان د سند ایالت څخه د پاکستان شمال لوري ته د خیبر پښتونخوا ایالت ته رسیدلي دي. د پاکستان د حکومت د نه اقدام او د ښې هوا له کبله د دغو ملخانو په شمیر کې د هرې ورځې په تیریدو سره زیاتوالی راځي.
د خوراک او زراعت په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارې د څیړونکي ژینس لایرکي په خبره د ملخانو یوه کوچنۍ ډله کولی شي د شاوخوا ۳۵ زره انسانانو خوراک په یوه ورځ کې له منځه یوسي. دغه ملخان په ریګونو کې هګۍ اچوي او نسل یې ډیریږي. د کارپوهانو په وینا دغه ملخان ډیر چټک الوزي او کولی شي چې په و رځ کې د سلو او دوه سوه کیلومترو په فاصله مزل ووهي.