پر غزې تراډې د اسرائيل تازه بريدونه: تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل سوي
۱۴۰۳ اسفند ۲۸, سهشنبهاسرائیلي ځواکونو په غزه کی د اوربند په پايله کې د نښتو د بندیدو له پیل څخه شاوخوا دوې میاشتي وروسته د حماس د ترهګر سازمان په وړاندي خپل عملیات او سخت بریدونه له سره پیل کړل.
اسرائیلي پوځ اعلان وکړ چې د دوشنبې په ماښام (۲۰۲۵ م کال د مارچ ۱۷مه) ددغه هیواد د صدراعظم بنیامین نتانیاهو له حکومت سره په همږغي د حماس د سنګرونو په وړاندي بیلابیل بریدونه ترسره سوي دي.
د اسرائیل د پوځ یوه ویاند په دې اړه ویلي چې د حماس په منځنۍ کچه قومندانان او همدارنګه د دغه سازمان بنسټونه د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو هدف وو.
د حماس چارواکو په ګډون تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل سوي
په غزه کې د روغتیا وزارت چې د حماس تر کنترول لاندی دی، اعلان وکړ چې د اسرائیل له خوا په پراخو عملیانو کی لږترلږه ۳۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
خو دغه شمیرې په خپلواکه توګه د تائید وړ نه دي.
اړوند:ترمپ ضرب الاجل ټاکلی؛ حماس د ټولو يرغمل کسانو د وژلو گواښ کړی
له تل ابيب څخه له دويچه ویله سره په خبرو کې د بالغ صلادين، په نامه يوه خبريال بيا وویل چې د اسرائيل له لوري د شپې په ترسره شوې بريدونو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل سوي دي چې د حماس چارواکي هم پکې شامل دي.
نتانیاهو د یوې بيانیې په خپرولو سره څرګنده کړې چې د اسرائیل پوځ ته یې په غزه کې د حماس په وړاندي د بریدونو د پیل کیدو امر کړی دی. د هغه په خبره اسرائیل به «له دغې شیبې څخه د حماس په وړاندي په بریدونو او د پوځي ځواک په زیاتولو سره عمل وکړي.»
د اسرائیل صدراعظم زیاته کړې ده چې دغه پراخ بریدونه «د حماس له خوا د یرغمل سویو له آزادیدو څخه د انکار او د تل پاتې اوربند د وړاندیزونو د نه منلو په جواب کې ترسره سوي دي».
د امریکا د حکومت یوه ویاند اعلان وکړ، چې اسراییل پر غزې د خپلو نوو بریدونو له پیلولو مخکې له امریکايي چارواکو سره سلا مشورې کړې دي. دغه وياند له د فوکس نیوز شبکې په یوه خپرونه کې په دې مسئله کې د امریکا او اسراییلو همږغي تایید کړه.
د حماس غبرګون
برعکس د حماس د ترهګر سازمان یوه استازي د روتیرز له خبري آژانس سره په خبرو اترو کې څرګنده کړې چې اسرائیل «پر غزې باندي په خپلو تازه عملیاتو سره د اوربند هوکړه په یو طرفه ډول پای ته ورسوله.»
حماس د یوې وینا په خپرولو سره اعلان وکړ چې د اسرائیل «افراطي حکومت» د «اوربند له توافق څخه د سرغړونې» پریکړه کړې ده. دغه سازمان زیاته کړې ده چی اسرائیل په خپل دغه اقدام سره «د یرغملو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.» حماس په خپله وینا کې له مصر، قطر او امریکا څخه چې د اوربند په توافق کې یې منځګړیتوب کړی، غوښتي دي چې اسرائیل باید د بریدونو د بیا پیل کیدو له امله «حساب ورکولوته راکش کړي.»
اسرائیل او حماس د روان کال د جنورۍ په میاشت کې لومړی په غزه کې د نښتو د بندیدو پرسر د شپږو اونیو له پاره توافق ته سره رسیدلي وو. دواړې خواوې تر اوسه پر دې نه دي توانیدلي چې د دغه توافق د تمدید پر شرایطو سره د نظر یووالي ته ورسیږي. اسرائیل ګواښ کړی و، که حماس د نورو یرغملو د آزادیدو په اړه اقدام ونه کړي، نو جګړه به له سره پیل کړي. د اوربند په جریان کې هم غزه په ځینو مواردو کې د اسرائیل له خوا د بریدونو شاهده وه.
پر غزه باندي د اسرائیل بریدونه په داسي حال کی له سره پیل سوي دي چې د ملګرو ملتو د سازمان کارپوهانو په خپل وروستي رپوټ کې دغه هیواد، د غزې په تراډه کې د فلسطینیانو په وړاندي په « جنایتکارانه اعمالو» تورن کړی دی.