پر اوکراین باندي تر مرگوني برید وروسته پراخ نړیوال انتقادونه
۱۴۰۴ فروردین ۲۵, دوشنبهد امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ د یکشنبې په ورځ له «یوه وحشتناک عمل» څخه خبره وکړه. د ملگرو ملتو عمومي منشي انتونیو گوتیریش خپله «سخته اندېښنه» وښودله. د جرمني ممکنه راتلونکي صدراعظم فریدریش میرڅ دغه برید د یوه «جنگي جنایت» په توگه وغانده. په عین حال کي د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، ترمپ ته بلنه ورکړه چي اوکراین ته سفر وکړي، ترڅو وکولای سي له وضعیت څخه لومړنی انځور ترلاسه کړي.
ترمپ د ولسمشرۍ په الوتکه ایرفرانس وان کي وویل: «زه فکر کوم چي دا یوه وحشتناکه پیښه وه. ماته وویل سول چي هغوی یوه تیروتنه کړې ده، خو زه وایم چي دا یو وحشتناک عمل دی. زما په فکر دغه ټوله جگړه یو وحشتناک عمل دی.»
اړوند:ترمپ: روسيه دې په اوکراین کې د «بې معنی» جګړې د پای له پاره هڅې وکړي
د ملي امنیت ویاند برایان هیوز وویل، دغه توغندیز برید "یوه ښکاره او ظالمانه یادونه" وه چې "د دې وحشتناکې جګړې د پای ته رسولو له پاره" خبرو اترو ته اړتیا ده.
نه ترمپ او نه هم سپینې ماڼۍ په خپلو انتقادونو کي د روسيې نوم اخیستی دی. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو مخکي «پر سومي باندي د روسیې د وحشتناکه برید قرباینانو» ته خپله غمشریکي څرگنده کړې وه.
د اوکراین په حواله، روسیې پوځ سرحد ته نیژدې، سومي ښار، په دوو بالستیکي توغنديو وویشت. د نوموړي ښار د ژغورونکې عملې په وینا د یکشنبې په ورځ دغه پیښه کي ۳۴ کسان ووژل سول او ۱۱۷ نور ټپیان سوي چي ۱۵ یې کوچنیان دي.
دغه برید د امریکا متحده ایالاتو د ځانگړي استازي ستیف ویتکوف، او د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ لیدنې کاتنې دوې وروځي وروسه رامنځته سوی دی. د دغو خبرو اترو د نتایجو په هکله تر اوسه پوري څه نه دي ویل سوي.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیریش خپله "ژور شوک او سخته اندېښنه" څرګنده کړه او "په وروستیو اونیو کې یې د اوکراین په ښارونو کې د ورته بریدونو ویجاړونکو مثالونو" ته اشاره وکړه. نوموړي ټینگار وکړ چي پر ملکیانو باندي بریدونه "د نړیوال بشري قانون له مخې منع دي".
د آلمان د مسیحي دیموکراټ گوند مشر فريدريش میرڅ، د دغه هیواد لومړني ټلویزیون ARD د "Caren Miosga" خپرونې ته وویل، دا «په ښکاره ډول یو سخت بشري جنایت دی. د دوو بریدونو څپې رامنځته سوې او دوهم برید په داسي حال کي رامنځته سو چي مرسته کوونکو د قربانیانو د ژغورلو له پاره هڅه کوله. دا د خیانت اوج دی.» هغه د پوتین سره په چلند کې د ساده توب په وړاندې خبرداری ورکړ: "دا هغه څه دي چې پوتین له هغو کسانو سره کوي چې د اوربند په اړه ورسره خبرې کوي."
سومي ښار له یو څو اونیو راهیسي وروسته له هغه د روسیې له خوا تر سختو بریدونو لاندي راغی چې روسي ځواکونو د ګاونډي روسیۍ سیمې کورسک څخه اوکرایني ځواکونه پر شا وتمبول. دا ښار چې د پولې په اوږدو کې شاوخوا ۵۰ کیلومتره پروت دی، پخوا د روسیې له درنو بریدونو څخه خوندي پاته سوی و.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، اوس له ترمپ څخه غوښتي دي چياوکراین ته سفر وکړي، تر څو د روسیې د بریدونو په نتیجه کي رامنځته سوو ورانیو څخه یو انځور ترلاسه کړي.
زیلینسکي د امریکا ولسمشر ته په خطاب کي یوه مرکه کې چې په CBS کې خپره سوه، وویل: که ټرمپ اوکراین ته تللی وای، نو هغه به پوه سوی وای چې "پوتین څه کړي دي".
ترمپ د خپلې دوهمې دورې له پیل وروسته، په پیل کې له روسیې سره خپل دریځ څرگند کړ او په سعودي عربستان کې یې د اوکراین او روسیې له استازو سره خبرې اترې پیل کړې. خو مسکو ته د ویټکوف د سفر څخه مخکې، هغه پر کریملین ږغ کړی و چې له صمیمت څخه کار واخلي. د کریملین مشر پوتین مخکې په اوکراین کې د بې قید او شرطه اوربند وړاندیز رد کړی و.
زیلنسکي په دې هکله ویلي وه: "پوتین هیڅکله نه غوښتل چې جګړه پای ته ورسوي. (...) هغه غواړي موږ په بشپړ ډول له منځه یوسي." د اوکراین ولسمشر په دې اړه چي ترمپ هغه یو "دیکتاتور" او اوکراین یې د جگړې مسؤل بللی، وویل چې "د روسیې نظر" په امریکا کې غالب دی. دا د امریکا په سیاست کې د روسیې د پراخ نفوذ نخښه ده.