پر آلمان د «يلنيا» په نوم طوفان څپه او زيانونه
د «يلنيا» په نوم طوفان د آلمان په بېلا بېلو سيمو په ځانګړي توګه شمال او ختیځ کې ډېر زيانونه اړولي دي. په يو شمير سيمو کې ښوونځي او وړکتونونه تړل شوي او د هيواد په شمال کې د ريلونو تګ راتګ هم متوقف شوی دی.
د «يلنيا» په نوم طوفان د آلمان په ډېرو سيمو کې زيانونه اړولي دي. د اروښتونو او طوفان له کبله په شمال کې د بريمر هافن په ګډون يو شمير ښارونه د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.
د هامبورګ ښار د کب پلورونکو بازار چې د دې ښار يو په زړه پورې توريستي ځای دی، سيلاب لاندې کړی دی. دا انځور د پنجشنبې په ورځ سهار وختي اخیستل شوی دی.
د طوفان او نامساعدې آب و هوا له کبله د هامبورګ هوايي ميدان اعلان کړی دی چې له دې هوايي ډګر څخه يو شمير پروازونه لغوه شوي چې په هغه کې د هامبورګ او ميونشن، فرانکفورت او کوپنهاګن سره هوايي ارتباطات شامل دي. ويل شوي چې نن، پنجشنبه د هامبورګ له هوايي ډګره د بېلا بېلو هوايي شرکتونو کابو شل پروازونه د طوفان له کبله کنسل شوي دي.
ډېر کسان چې د هارتس په سيمه کې یې پياده مزل او سفر کاوه، له شديد طوفان سره مخامخ شوي دي. د هوا پيژندنې ادارې په حواله تېره شپه د دې طوفان شدت او د باد سرعت په ساعت کې ۱۸۰ کيلومترو ته رسېدلی وو.
په ډېرو سيمو کې د شديد باد له کبله ونې چپه شوي او سړکونه یې بند کړي دي. عکس د پنجشنبې ورځې د سهار دی چې ژغورونکي عمله د ونو په لیرو کولو او لارو خلاصولو بوخته ده.
انځور د يوې له بيخې ایستل شوي ونې دی چې پر يوه پارک شوي موټر چپه شوې ده. دمګړۍ د آلمان په بېلا بېلو برخو کې ژغورونکي عمله د مرستې په عملياتو بوخته ده.
د آلمان د رېل ګاډي شرکت اعلان کړی دی چې په څو ایالتونو کې د «يلنيا» طوفان د شدت او همداراز د نويو حادثو د مخنيوي په موخه یې د اوږده واټن سفرونه متوقف کړي دي. دې شرکت د پنجشنبې په سهار د تويتر له لارې اعلان وکړ چې د آلمان په شمال کې به تر غرمې پورې د ريلونو سفرونه نه کيږي.
د آلمان په ډېرو سيمو کې ښوونځي او وړکتونونه تړل شوي دي او ښاريانو ته لارښوونه شوې ده چې د امکان تر حده په خپلو کورونو کې پاته شي.
په ځینو سيمو کې د سېلابونو خطر هم ډېر شوی دی. ښاريان هڅه کوي چې د ريګو په کڅوړو سره ځان احتمالي خطر ته اماده کړي.
پلازمينه برلین هم د «يلنيا» طوفان سره مخامخ دی. د هوا پيژندنې کارپوهانو اعلان کړی دی چې په آلمان کې دا طوفاني وضعيت ښایي ادامه پيدا کړي، ځکه چې د جمعې په ورځ يعني د فيبرورۍ پر ۱۸مه نيټه ښايي له بريتانيا څخه د «زينب» په نوم طوفاني بادونه د آلمان پر لور حرکت وکړي.