جرمونه
پخوانی افغان افسر په آلمان کې په جنګي جنایتونو تورن شوی
۱۳۹۷ آبان ۷, دوشنبهاعلان
د آلمان فدرالي څارنوالانو د دوشنبې په ورځ وویل چې احمد ظاهر د. په دې تورن دی چې په افغانستان کې یې په یوه نه ښوول شوي وخت کې د درو زندانیانو په ربړونه کې ونډه لرله. د هغه بشپړ نوم د آلمان د قوانینو له مخې نه دي بربنډ شوی.
پر دې کس باندې تور دی چې د درو زندانیانو له ډلې څخه یې یو زنداني له وریښتانو نیولی او بیا یې په بوکس وهلی دی. په دې وخت کې یو بل سرتیری له خپلې وسلې سره حاضر وو. ویل کیږي چې یوه بل سرتیري بیا دغه زنداني په یوه پیپ وهلي او بیا يې پرځمکه تر څملولو وروسته د هغه وهلو ته دوام ورکړی دی.
تورن کس د اکتوبر پر ۲۵مه نیټه د مونش ښار په ختیځه برخه کې نیول شوی دی. دا چې هغه په آلمان کې څه کول، او پولیسو د دغو تورونو په اړه څرنګه معلومات ترلاسه کړي، لا تر اوسه پورې روښانه نه دي.