You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
پاکستان
په دې پاڼي کي د افغانستان د ګاونډي هيواد پاکستان په اړه معلومات موندل کیږي.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
کارپوهان: پاکستان باید د لشکر جنګوي پر ضد اقدام وکړي
د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان وایي چې اسلام آباد باید د لشکرې جنګوي په وړانډې اقدام وکړي. افغان کارپوه، احمد سیعدي ادعا کوي چې د پاکستان استخباراتي شبکه غواړي په افغانستان کې استخباراتي جګړه په لاره واچوي.
له پاکستان څخه د جنګوي ډلي پر ضد د اقداماتو غوښتنه سوې
متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ له پاکستان څخه وغوښتل چي د هغي ډلې په وړاندي جدي ګامونه پورته کړي، چې افغانستان ورباندي، د کابل او مزارشريف ښارونو د وروستیو بریدونو پړه اچولې ده.
پاکستان: کابل دي د خپلي ادعا ثبوتونه وړاندي کړي
پاکستان له افغانستان څخه د هغي ادعا ثبوتونه غوښتي، چي ګويا پاکستان ميشتي، لښکري جهنګوي ډلي په دغه هيواد کي د وروستيو بريدو تر شا لاس لري. د تيري ورځي په بريدونو کي څه نا څه ۶۳ کسان ووژل شول.
ناټو له روسيې او پاکستان سره پر خپلو اړيکو خبري کوي
د شمالي اتلانتيک تړون، ناټو، غړي نن په بروکسل کي سره را ټوليږي ترڅو د روسيې د هغو انديښنو په اړه، چي په اروپا کي يې د توغندیو د دفاعي سيسټم په اړه لري خبري وکړي.
د کابل د بريد پړه يوې پاکستانۍ ډلي په غاړه اخستې
په کابل او مزارشریف کې د تیري ورځي د بریدونو پړه يوې پاکستانۍ ډلي پر غاړه اخیستې. تیره ورځ د عاشورا د مراسمو پر مهال په دغو ښارونو کي دوې چاودنې وسوې، چي په پایلو کي یې ۶۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
"د پاکستان سره د اړيکو د بيا ارزوني غوښتونکي يو"
جمهوري غوښتونکي سناتورانو جان مکين او ليندسي ګراهام غوښتي دي چي متحده ايالات بايد د پاکستان سره پر اړيکو له سره کتنه وکړي. هغوئ دغه راز وغوښتل چي له پاکستان سره د متحده ايالاتو مرستي دي قطع يا محدودي سي.
پاکستان د افغانستان پر پوله دوه پوځي مرکزونه تړي
پاکستان د افغانستان پر پوله له پرتو درو پوځي مرکزونو څخه دوه يې خالي کوي او پوځيان باسي. اسلام آباد دغه مرکزونه د ناټو په بريد کي د خپلو ۲۴ پوځيانو د وژل کېدو په وړاندي د يوه اعتراض په ټوګه تړي.
پاکستان: د بن په کنفرانس کي زموږ نه گدون، قطعي دئ
د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو له وزيري، هليري کلنټن سره په تيليفوني خبرو کي ويلي دي، چي د پاکستان پارلمان د ملي امنيت کمېټې پر پريکړي باندي ولاړ دئ او د بن په غونډه کي به گډون نه کوي.
کرزی: پاکستان د سولي په پروسه کي هيڅ مرسته نه ده کړې
افغان ولسمشر حامد کرزی، په بن کي د شپيگل مجلې سره په مرکه کي ويلي:«په خواشينۍ سره تر اوسه پاکستان د خبرو اترو ميز ته د طالبانو د مشرانو په راوستلو کي کومه مرسته نه ده کړې.»
ډاکټر سپنتا: پاکستان يو لوی چانس له لاسه ورکړ
د افغان ولسمشر حامد کرزي امنيتي سلاکار، ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، په بن کي د دويچه ويله له پښتو ويبپاڼي سره په ځانگړې مرکه کي د بن ددوهم کنفرانس په اړه خپل نظر داسي څرگند کړ.
پاکستان خپلو ځواکونو ته پر ناټو د جوابي بريد اجازه ورکړه
پاکستان وروسته تر هغه خپلو ځواکونو ته دغه امر کړی، چي د تيري مياشتي پر ۲۶مي نېټه د ناټو په يوه بريد کي ۲۴پاکستاني سرتيري ووژل شول او ۱۳ نور ټپيان شول.
امريکايي چارواکي: د پاکستان په اجازه پر سيمه بريد سوی وو
امريکايي چارواکي وايي، چي پاکستان د هغو عملياتو د تر سره کولو اجازه ورکړې وه، چي ۲۴ پاکستاني پوځيان پکښي ووژل شول.« هغه چارواکو چي د عملياتو د ترسره کولو اجازه ئې ورکړې وه، نه ول خبر چي په سيمه کي ئې پوځيان شتون لري.»
د بن په کنفرانس کي د پاکستان نه گډون، د سولي بهیر ته گواښ دی
کار پوهان وايي، چي پاکستان غواړي د بن کنفرانس په بايکاټولو سره په افغانستان کي د سولي بهير له ګواښ سره مخامخ کړي. دغه هیواد وروسته تر هغه دغه پريکړه وکړه، چي د ناټو په يوه بريد کي ۲۴ پاکستاني سرتيري ووژل شول.
کرزي له پاکستانه، د بن په غونډه کي د گډون غوښتنه کړې
کابل او اسلام اباد د دې خبري پخلی کړی، چي افغان ولسمشر، حامد کرزي، د پاکستان د لومړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، څخه غوښتي، چي پر خپلي پریکړي باندي له سره غور وکړي.
د شمسي اډې تړل، د بې پيلوټه الوتکو پر عملياتو تاثير نه لري
امريکايي چارواکي وايي، چي که پاکستان پر متحده ايالاتو باندي شمسي هوايي اډه وتړي نو دا به ددوی پر عملياتو هيڅ اغيز و نه لري. ددوئ په خبره، کولای سي دغه عملياتو ته له افغانستان څخه دوام ورکړي.
راپور: د پاکستان له اړخه سوي ډزي د بريد سبب سوي
لوېديځ هڅه کوي، چي د ناټو له لوري پر پاکستانۍ پوځي پوستې د خونړي بريد څخه د رامنځته شوي زيان پايلي محدودي کړي. خو هغه راپورونه، چي پاکستاني پوځيانو لومړی پر امريکايي او افغان ځواکونو ډزي کړي ښايي دغه هڅو ته ګواښ پيښ کړي
"پاکستان د بن په کنفرانس کي د نه گډون په فکر کي دئ"
د پاکستان پر يوې سرحدي پوستې د ناټو وروستۍ حمله ښايي په بن کي پر نړيوال کنفرانس منفي اغيز وکړي. د پاکستان«ډان» نومي ورځپاني د يو رپوټ له مخي د بهرنيو چارو وزيره، حنا رباني کهر ښايي په کنفرانس کي له ګډون څخه ډډه وکړي.
پاکستان: امريکا دي په پنځلسو ورځو کي شمسي اډه خالي کړي
په مومند ايجنسۍ کي د تيري ورځي له پيښي څخه وروسته د پاکستاني کابيني د دفاعي کمېټي په بېړنۍ غونډه کي پريکړې سوې، چي امريکا دي په پنځلسو ورځو کي په هغه هيواد کي شمسي هوايي اډه خالي کړي.
پاکستان د ناټو پر اکمالاتي قطارونو لاره وتړله
د شنبې په ورځ د ناټو د څرخي الوتکو په برید کې ۲۸ پاکستاني سرتیرې ووژل شول. تر پیښې وروسته پاکستان د لومړي غبرګون په توګه د ناټو پر اکمالاتي قطارونو چې د دغه هیواد له لارې افغانستان ته ځې څپله پوله وتړله.
کریکټ: پاکستان په یوه ورځنیو لوبو کې هم سري لنکا ته ماتې ورکړه
پاکستان د سري لنکا سره د کریکټ د يوه ورځنیو لوبو په سیالې کې درې لوبې وګټلې او په دې سره په دې وتوانیدل چې د ۵ لوبو دغه ټورنامنټ وګټي.
پاکستاني طالبانو له دولت سره د سولي خبري پيل کړي
د پاکستاني طالبانو يو لوړپوړي قوماندان د دوشنبې په ورځ ويلي، چي دوی د پاکستان له دولت سره د سولي اکتشافي خبري پيل کړي دي. د سولي دغه خبري اتري په لومړي سرکي د جنوبي وزيرستان د قبايلي سيمي په اړه دي
"سرحد ته څېرمه د پاکستان په خاوره کي د ترهگرو خيمې ولاړي دي"
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، د افغان دولت يو شمېرمخالفين د پاکستان په خاوره کي د افغانستان پولي ته څېرمه فعال روزنيز مرکزونه لري او هلته روزل کيږي.
ایا د پاکستان حکومت د پوځ په وړاندې له امریکا څخه مرسته غوشتې وه؟
یوه په خټه پاکستاني امریکایي سوداګر د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې هغه د مې په میاشت کې امریکا ته د پاکستان د سفیر په خبره له پيټاګون څخه غوښتې وو چې د پوځ له لوري د کودتا په صورت کې د پاکستان له ملکي دولت سره مرسته وکړي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو قانوني حیثیت مخ په ختمیدو دی
د قانون له مخې به د ۲۰۱۲م کال وروسته په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو قانوني معیاد پای ته ورسیږي. تر دغه کال وروسته به افغانان په پاکستان کې د بهرنیو اتباعو په توګه ژوند کوي.
هندوستان، پاکستان او ایران؛ یو ستونزمن مثلث
هندوستان، پاکستان او ایران پیچلې او ستونزمنې اړیکې لرې. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې له لوري وروستي رپورټ دغه اړیکي نورې هم پیچلې کړي دي. دغه درې واړه هیوادونه اوس د سیمه په کچه په یوې لویې پروژې کې ښکیل دي
پاکستان او هندوستان سره نږدې کیږي
د پاکستان او هندوستان ولسمشرانو د سارک د غونډې په حاشیه کې سره ولیدل. هغوی د غونډې وروسته د دواړو هیوادونو د اړیکو د راتلونکې په اړه هیله څرګنده کړه. کارپوهان وایي دواړه هیوادونه د ترهګرې سره د مبارزې له کبله نږدې شوې دي
هند او پاکستان د کشمير مسلې پر سر خبري کړي
د پاکستان او هندوستان لومړي وزيرانو ويلي دي، چي هغوی د دواړو هيوادونو تر منځ د راتلونکو خبرو اترو څخه د ښو پايلو تمه لري. د پاکستان او هندوستان لومړي وزيران په مالديف کي تر يوې يو ساعته غونډي وروسته دغه خبري کړي دي.
د حقاني بل بريد به د امريکا او پاکستان اړيکي ډيري ترينگلي کړي
د امريکا د متحده ايالاتو يوې چارواکي د سه شنبې په ورځ ويلي، چي که په پاکستان کي ميشتي ياغي ډلي يو وار بيا په افغانستان کي پر امريکايانو بريدونه تر سره کړي د امريکا او پاکستان اړيکي به د خرابېدو وروستي حد ته ورسيږي.
پاکستان د خپلو اټومي وسلو د نه خونديتوب تورونه رد کړل
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې امريکايي مجلې هغه راپور يو« افسانوي نکل» بللی، چي د يو نه نومول سوي امريکايي چارواکي په حواله يې ليکل ول، چي د پاکستان اټومي وسلې خوندي نه دي.
پاکستان خپلې اتومې وسلې پټ ځایونو ته انتقالوي
دوه ورځپاڼو د جمعي په ورځ په خپلو نشريو کې لیکلي دي چې پاکستان د خپلو اتمي وسلو د ځای په بدلولو لاس پورې کړی دی. د دغو ورځپاڼو په حواله پاکستان دغه کار د امریکايې څارګرو ادارو څخه د څپلو وسلو د پټولو په موخه تر سره کوي.
افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو هڅې کوي
د افغانستان او پاکستان تر لیدني وروسته، ترکي چارواکي ادعا کوي چې د دواړو هیوادونو په نږدې کولو کې یې پرمختګ کړی دی. خو افغان چارواکي وایي د پاکستان نیت به د دغه هیواد له راتلونکو کړو وړو څخه څرګند شي.
افغانستان د پاکستان څخه د تشو وعدو پرځای د عمل غوښتنه کړې
افغانستان او پاکستان د رباني تر وژني وروسته په لومړي ځل په ترکيه کي د هغه هيواد د جمهوررييس عبدالله گل په گډون خبري اتري کړي. ټاکل سوې، چي سبا په استانبول کي د افغانستان په اړه يوه غونډه را وبلل سي.
ترکيه: افغانستان او پاکستان بايد بې باورۍ له منځه يوسي
ترکيه په دې باور ده، چي په استانبول کي د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو ترمنځ خبري اتري به په دې بريالي سي چي د دغو هيوادونو ترمنځ د اعتماد اوهمکارۍ يو نوی پړاو پيل سي.
پاکستان: د آلماني پوليسو مخابرې مو نه دي اوريدلي
پاکستان د هغي الماني ورځپاڼي رپورټ رد کړی، چي ويلي يې ول د پاکستان استخباراتي شبکې په افغانستان کي د ميشتو آلماني پوليس روزونکو مخابرو ته غوږ نيوی.
پنټاګون: د وسله والو محفوظ پټنځايونه په پاکستان کي دي
د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي چي په افغانستان کي امنيتي وضعه بهتره سوې خو د پاکستان سره په ګاونډيو ختيځو سيمو کي تاوتريخوالی ډیر سوی. زیاته سوې چې د افغانستان د امنیت په وړاندې تر ټولو لوی ګواښ د یاغیانو پټنځایونه دي.
پاکستان د بي بي سي رپورټ رد کړ
د پاکستان حکومت د پنج شنبې په ورځ د بي بي سي هغه رپورت چې په کې ویل شوي وو چې د دغه هیواد پوځ او استحباراتي شبکه د طالبانو او القاعدې څخه ملاتړ کوي په کلکه رد کړ.
مشرف: هندوستان غواړي، افغانستان د پاکستان پرضد وکاروي
د پاکستان پخواني مشر، پرويز مشرف، وايي چي، که هندوستان افغانستان ته ډير نژدې سي يا امريکا يو نا امنه افغانستان پريږدي هيواد يې بايد په افغانستان کي باالمقابل اقدامات تر سره کړي.
د کلنټن تر سفر وروسته به د اسلام اباد او واشنگټن اړيکي څرنگه وي؟
پاکستان ته د امريکا د متحده ايالاتو لخوا ددې خبري ډاډ ورکول، چي دغه هيواد به د افغانستان د سولي په پروسه کي د پام وړ رول ولري د واشنگټن او اسلام آباد تر منځ اړيکي يو څه ښې کړي دي.
د افغانستان د سولي له پاره د پاکستان رول
د پاکستان په اړه داسي شکونه موجود دي، چي که چيري په سيمه کي ددغه هيواد غوښتني په نظر کي و نيول سي، کيدای سي چي د حقاني شبکه، د سولي خبرو اترو ته تشويق کړي، او په افغانستان کي رواني جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.
د پاکستان تر ټولو پخوانۍ سياستواله نصرت بهټو مړه سوه
د پاكستان د پخواني صدراعظم ذوالفقارعلي بهټو مېرمن او د وژل سوي بېنظير بهټو مور بيګم نصرت بهټو تيره ورځ د ۸۳ كالو په عمر له دې نړۍ څخه وګوچېده.
کرزی: که امريکا پر پاکستان بريد وکړي، د پاکستان ملاتړ کوو
افغان ولسمشر حامد كرزي له يوه پاكستاني خصوصي تلويزيون سره په مركه كي ويلي، چي موږ د ملاعمر د نيول شوق نه لرو، بلکي زموږ هدف د ترهگرۍ له منځه وړل دي او دا چي، پر پاکستان باندي به د هرډول بريد څخه دفاع وکړي.
مولانا «اف ام» پاکستان سره د نوې جګړې ګواښ کړی
د پاکستاني طالبانو مشر، مولانا فضل الله، افغانستان څخه د بیرته ستنیدو او په سوات کې د نوې جګړې کواښ ورکړی دی. د هغه ویاند ویلې چې پاکستان متحده ایالاتو ته په نږدې کیدو سره خپلې د سولې وعدې هیروي
کلنټن: پاکستان دې پر اورپکو فشار راولي
هیلرې کلنټن د جمعې په ورځ پاکستان څخه غوښتي چې د افغان اورپکو د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او طالبان دې د لسو کالو جګړې وروسته د پخلاینې خبرو ته تشویق کړي.
کياني: امريکا بايد فکر وکړي، پاکستان عراق او افغانستان نه دی
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني د خپل هيواد پارلمان دفاعي کمېټې ته ويلي چي، د دې پر ځای چي امريکا پر پاکستان فشار راوړي، چي په قبايلي سيمو کي عمليات وکړي بايد د افغانستان باثباته کولو ته ډير پام واړوي.
امريکا:له پاکستان څخه پر افغانستان د بريدونو کچه لوړه سوې
پنتاګون تيره ورځ ويلي، د هغه وخت را په دېخوا چي په پاکستان کي د القاعده شبکې مشر، اسامه بن لادن، وژل سوی د هغه هيواد څخه په افغانستان کي پر ميشتو امريکايي ځواکونو بريدونه ډير سوي دي. امريکا مخکي هم د پټي جگړې خبره کوله.
"افغان او ناټو ځواکونه دي د پاکستاني طالبانو د مشر پرضد اقدام وکړي"
پاکستان نن د دوشنبې په ورځ « د۲۰۱۱کال د اکتوبر۱۷مه» ويلي چي د اسلام آباد له لوري پر څو ځلي غوښتنو سربيره هم افغان او ناټو ځواکونه د پاکستاني طالبانو د يو مشر پر ضد په ګام پورته کولو کي پاتي راغلي.
کلنټن: پاکستان باید د افغانستان د ستونز د حل برخه وي
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري د چهارشنبې په ورځ «د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتي ۱۲» وویل چې امریکا پاکستان یواځې نه شي پریښودلای خو دغه هیواد باید د افغانستان د ستونزو د حلولو کوښښ وکړي
راپور: پاکستاني طالبان د سولي پر خبرو اترو غور کوي
يوې پاکستانۍ ورځپاڼي د دوشنبې په ورځ ليکلي، چي د پاکستاني طالبانو تحريک، چي د دغه هيواد امنيت ته لوی ګواښ دی ښايي د پاکستان له دولت سره د سولي پر خبرو اترو غور وکړي.
پاکستان د ۳۰ تنو افغان اورپکو د وژلو ادعا کوي
د پاکستان پوځ نن « دوشنبه » ويلي دي، چي پاکستاني سرتيرو تيره شپه ۳۰ تن افغان اورپکي چي د پولي څخه ور اوښتي ول په يوه بريد کي وژلي دي. چارواکو دغه راز ويلي، چي دغو وسله والو غوښتل د پاکستان پر پوځ بريد وکړي.
کرزی: امريکا دي پر پاکستان فشار ډير کړي
افغان ولسمشر حامد کرزي تيره ورځ ناوخته د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي مارک ګروسمن سره په کابل کي وکتل. دواړو د سيمي پر حالاتو او د افغانستان اوا مريکا تر منځ د ستراتيژيک سند پر سر خبري کړي دي.
مخکينۍ پاڼه
د 88 پاڼو څخه 80
بله پاڼه