You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
پاکستان
په دې پاڼي کي د افغانستان د ګاونډي هيواد پاکستان په اړه معلومات موندل کیږي.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
«افغانستان ته تازه نفسه طالبان راغلي دي»
د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې طالبانو په پاکستان کې خپلي مدرسې تړلې دي او افغانستان ته یې خپل ډیر شمیر جنگیالي را استولي دي. د پاکستان په دیني مدرسو کې په زرونو طالبان ديني زده کړي کوي.
«له افغانستانه د امريکايانو د وتلو ملاتړ کوم»
په پاکستان کي تر ټاکنو دوې ورځي وروسته پخواني لومړي وزير نواز شريف، امريکا او خپل گاونډي هيواد هندوستان ته د دوستۍ لاس غځولی دئ. که څه هم هغه په پاکستان کي د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په اړه «اندېښنه» ښوولې وه.
پاکستان د تاریخي پارلماني ټاکنو وروسته په څلور لاري کې
د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې بریا تر لاسه کړه، خو د دغه تاریخي ټاکنو اصلي ګټونکی پاکستانی ولس دی، چې د طالبانو د بریدونو د ویرې سره سره یې خپلې رایې وکارولي.
د پاکستان د ټاکنو په اړه د افغانانو غبرګونونه
د پاکستان پارلماني ټاکنو او د هغې پایلو په افغانستان کې بیلا بیل غبرګونونه راپارولي دي. افغان ولسمشر حامد کرزي د یوه ملکي حکومت څخه بل ته د واک د لیږد په اړه مبارکي ویلې ده.
نوازشریف په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه
نوازشریف د شنبې په ورځ ناوخته د پاکستان په ټاکنو کې د خپل ګوند د بریا اعلان وکړ. شریف په ټاکنیزو کمپاینونو کې د پاکستان د بدلولو وعدې کړې وې. آیا د ټاکل کیدو په صورت کې به هغه خپلې وعدې پوره کړای شي؟
په پاکستان کې د رایې شمیرلو بهیر پیل شو
په پاکستان کې د ټاکنو مرکزونه د دغه هیواد په سیمه ییز وخت د ماښام په شپږو بجو وتړل شول. لومړنۍ پایلې ښيي چې نوازشریف او عمران خان تر نورو ډیرې څوکۍ گټلي دي.
د پاکستان مهمو سیاسي تاریخي پیښو ته کتنه
په دغه مطلب کې له ۱۹۴۷ کال څخه تر د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې یوولسمې نیټې پورې د پاکستان مهمو تاریخي پېښو ته یوه لنډه کتنه شوې ده. پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې تأسیس شو.
په پاکستان کې ټاکنې پیل شوې
په پاکستان کې د تاوتریخوالې تر سیورې لاندې پارلماني ټاکنې پیل شوي دي. په همدې وخت کې د کراچۍ په ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې اته تنه هم وژل شوي دي.
"پاکستان کي ملکي حکومت د افغانستان په گټه دئ"
ټاکل سوې ده چي د شنبې په ورځ به په پاکستان کي انتخابات تر سره سي. افغاني سياستوال او تحليلونکي وايي دغه ټاکني په هغه صورت کي د افغانستان په گټه دي چي سکولار گوندونه بريالي سي.
پاکستان د بې پيلوټه الوتکو د ويشتلو حق لري؟
په پاکستان کي یوې محکمې ويلي دي، که امریکا متحده ایالات د دغه هيواد هغه غوښتني چې په خاوره کي دي يې د بې پیلوټه الوتکو يرغلونه بند کړي، په پام کې و نه نیسي، نو پوځ يې حق لري چې پخپله فضا کې بې پیلوټه الوتکې په نخښه کړي.
په خوست کي د پاکستان پرضد مظاهره وسوه
د خوست ولايت د شېخ زايد پوهنتون په سلهاوو محصلينو د پاکستان د وروستيو کړنو پرضد د پوهنتون په انگړ کي مظاهره وکړه. دوی د ملګرو ملتو له امنيت شورا څخه د افغانستان پر گاونډيو هيوادونو باندي د فشار راوړلو غوښتنه وکړه.
خوستيانو د پاکستان پرضد مظاهره وکړه
د خوست د شېخ زايد پوهنتون په سلهاوو محصلينو د دغه پوهنتون په انگړ کي د پاکستان د وروستيو کړنو پرضد مظاهره وکړه. په پلان کي وه چي محصلین له پوهنتون څخه تر ښاره پوري لاريون وکړي خو د امنیتي ارگانونو له خوا ئې مخنيوی وسو.
د افغانستان او پاکستان له پاره د نوی استازی
جان کیري د جمعې په ورځ پخوانی دیپلومات جیمز دوبینز، د افغانستان او پاکستان له پاره خپل ځانګړی استازی وټاکه. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ډیرې ترینګلې شوې دي.
د بېنظير بوتو د ترور د دوسيې څارنوال ووژل سو
دا لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې پر چودري ذولفقار، باندي چا ډزي وکړې. هغه څه چې روښانه دي دا دي چې پر موټرسایکلونو سپرو کسانو د هغه پر موټر باندې څو وارې ډزې وکړې.
د پاکستان په زندان کي د يوه هندي وژنه
هندي چارواکو له پاکستان څخه غوښتي دي چې هغو بندیانو ته سزا ورکړي چې په دې هیواد کې یې یو هندی بندي سخت وهلي وو. دغه بندي سرابجیت سینګ نومیده چې د چهارشنبې په ورځ د لاهور په یوه زندان کې ومړ.
«په ديورند کي د پاکستان دروازه ويجاړه سوه»
د افغانستان او پاکستان سرحدي چارواکو ویلي دي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د یوې څو ساعته جگړې په ترڅ کې یو تن افغان سرتیری وژل شوی دی. د دغې نښتي په ترڅ کې د دواړو هیوادونو دوه، دوه سرتیري ټپیان شوي هم دي.( انځور ارشيف)
کابل: امريکايانو سرحدي پوستې پاکستان ته ورکړي دي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په هغه سيمه کي چي اوس پاکستان سرحدي دروازه جوړه کړې ده د ايتلافي ځواک په کنترول کي وه. دا په داسي حال کي ده چي افغان امنيتي ځواک د امنيتي مسئوليت د انتقال په حال کي دی.
«پاکستان یوه با ثباته افغانستان ته اړتیا لري»
د سويدن د بهرنیو چارو وزير ویلي دي چې پاکستان اوس تر بل هروخته ډیر يوه باثباته افغانستان ته اړتيا لري. نوموړي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اپریل د میاشتې ۲۵مه) ناوخته په کندهار ولایت کې وکړې.
«پرويز مشرف په کور کي نظر بند دئ»
د پاکستان يوې محکمي د جمعې په ورځ د دغه هيواد د پخواني مشر پرويز مشرف په کورني د نظربندۍ حکم صادر کړی دئ. دا لومړی وار دي چي په دغه هيواد کي د يوه پخواني لوی درستيز او جمهور رئيس د نيولو لارښوونه کيږي.
زلزلې په پاکستان کي ۳۴ کسان وژلي دي
په ايران کي له پاکستان سره په سرحد کي یوې پیاوړې زلزلې د پاکستان په بلوچستان ايالت کي نزدې ۳۴ کسان وژلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د لومړنیو رپوټونو له مخې دې زلزلې په ایران کې هم تر۴۰ زيات کسان وژلي دي.
د پاکستان سرحدي دروازې ناندرۍ راپورته کړي
د افغانستان په ختیځ کي د پاکستان له خوا د نوي سرحدي دروازې جوړول د دواړو هیوادونو تر منځ نوي ناندرۍ راپورته کړي دي. ويل کيږي چي دغه دروازه د ننګرهار ولایت د ګوشتې له سیمي سره په پاکستاني اړخ کي جوړه سوې ده.
په تيرا کي تر سلو زيات کسان وژل سوي دي
د پاکستاني چارواکو د وینا له مخې په شمال لویدیځه قبایلي برخه کې په روانه جګړه کې ۱۳ سرتیري او تر سلو زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي. بله خوا په دغه هيواد کي د پرويز مشرف محاکمه ځنډېدلې ده.
آيا پاکستان د بې پيلوټه الوتکو بريدونه غوښتل؟
نیویارک ټایمز ورځپاڼي د شنبې په ورځ ليکلي دي چې په ۲۰۰۴ کال کې د امریکا د استخباراتي ادارې CIA د بې پیلوټه الوتکو بریدونه، له پاکستان سره تر یوې تر سره شوي موافقې وروسته پیل شول.
پاکستان: افغانستان بې موجبه سخت غبرګون ښيي
پاکستان د پنجشنبې په ورځ وویل چې افغانستان د یو شمیر داسې عواملو له کبله پاکستان ته د خپلو پوځیانو یو سفر لغوه کړی دی چې ډیر مهم نه دي. تر دې مخکې پاکستان افغان پوځیانو ته په پوځي تمریناتو کې د ګډون بلنه ورکړې وه.
پخوانی قاضي د پاکستان چارې په لاس کې لري
په پاکستان کې له دوشنبې ورځې راهیسې موقت حکومت رامنځ ته شوی دی چې مشري یې پخوانی قاضي میر هزار خان کھوسو کوي. کهوسو به په پاکستان کې د مې میاشتې په ۱۱ نیټه د ټاکنو په پایله کې نوي رامنځ ته کیدونکي حکومت ته واک وسپاري.
پرویز مشرف پاکستان ته ورسید
د پاکستان د پوځ پخوانی مشر او ولسمشر پرویز مشرف، په تبعید کې تر څلورو کلونو تیرولو وروسته د یکشنبې په ورځ «د ۲۰۱۳م کال د مارچ ۲۴مه» خپل هیواد ته ستون شو. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د هغه د وژلو ګواښ کړی دی.
په پاکستان کې تاریخي ټاکنې تر سره کیږي
پاکستان د تاریخي ټاکنو په درشل کې دی. پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دی چې دغه ټاکنې به د راتلونکې مې میاشتې پر ۱۱ نیته ترسره شي. دا د پاکستان له جوړیدو راهیسې لومړی ځل دی چې په دې هیواد کې د ټاکنو له لارې واک لیږدول کیږي.
د پاکستان په تاريخ کي يوه پارلمان خپله دوره پوره کړې ده
د پاکستان هيواد د جوړېدو يعني ۱۹۴۷عیسوي کال راهيسي دا لومړی وار دی چي يو پارلمان خپله دوره پوره کوي. په دغه هيواد کي د پيپلز واکمن گوند دا د خپلې دورې يوه لويه لاس ته راوړنه بولي. خو کارپوهان بل څه وايي.
ايران او پاکستان د پايپ لاين غځولو کار پيل کړ
ایران او پاکستان په رسمي ډول د پایپ لاین د غځولو کار پیل کړ. د دې پایپ لاین د غځولو اصلي موخه د ایران له اقتصاد سره مرسته او د پاکستان د انرژۍ د کړکیچ مخنیوی دی.
پاکستان کي د عيسويانو کورونو ته اور اچول سوی دئ
په لاهور کې له غوسې ډکو مظاهره کوونکو د عیسویانو کورونو او نورو ملکیتونو ته تر هغه وروسته اور واچاوه، چې ویل کیږي یوه ځوان عیسوي هلک د اسلام پیغمبر محمد (ص) ته سپکاوی کړی.
په افغانستان کې د پاکستان د همکارۍ غوښتنه
د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، پاکستان ته په یوه سفر کې د افغانستان په ثبات کې د دې هیواد پر اهمیت باندې ټینګار وکړ. هغه وویل چې د اسلام آباد له همکارۍ پرته، د افغانستان جګړه د سولې له لارې نه شي حلیدای.
د پاکستان د علماوو شورا څرگندوني وغندل سوې
حامد کرزي په کابل کې د ناټو له سرمنشي اندرس فوغ راسموسن سره په ګډ خبري کنفرانس کې د پاکستان د علماوو پر هغه خبره نیوکه وکړه چې ځانمرګي بریدونه روا ګڼي. هغه ټینګار وکړ چې دغه موقف د افغانستان پخوانۍ ادعاوې په اثبات رسوي.
په بهر کي د مېړه کولو مايوسانه تلاښ
د ډېرو هندي او پاکستاني ښځو له پاره په خارج کې ژوند کول، له بې وزلۍ څخه خلاصېدل او غمونه شا ته پرېښودل د يو خوب او خيال په شان ايسي. د دې هدف له پاره هغوی ځان ته په بهر کې مېړونه پيدا کوي.
د پايپ لاين پر سر د ايران او پاکستان خبري
د پاکستان جمهور رئيس په يوه دوه ورځني سفر ايران ته تللی دئ. گومان کيږي د دې سفر اصلي هدف به د ايران او پاکستان ترمنځ د سولي په نامه د گازو د پايپ لاين پرغځولو باندي وروستۍ موافقه وي. امريکا د دغه پايپ لاين مخالفت کوي.
پاکستان: د لشکر جهنګوي مشر نیول شوی دی
پاکستاني پولیسو د جمعې په ورځ د سني تندلارې ډلې لشکر جهنګوي مشر ملک اسحاق، نیولای دی. پر دغې ډلې باندې د پاکستان په ګويټه کې د چاودنو پړه اچول کیږي.
ولي پاکستان کي هزاره گان تر بريدونو لاندي دي؟
د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کوټه کي د شيعه مسلمانانو پر ضد بريد يو ځل بيا وښوول چي په دغه هيواد کي د مذهب په نوم ناقراري لا دوام لري.
د کوټي د قربانيانو شمېر ۸۰ تنو ته لوړ سو
د پاکستاني چارواکو په خبره په کوټه کې پر شيعه مسلمانانو باندې په يوه بازار کې د بمي بريد په نتيجه کې نزدې۸۰ انسانان وژل شوي او شاوخوا۱۸۰ تنه نور ټپي شوي دي.
د پاکستان له لاري د امریکايي تجهيزاتو ايستل
پاکستاني او امريکايي چارواکي وايي، چي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو د پلان له مخي د پاکستان له لاري د پوځي تجهيزاتو ايستل پيل سوي دي.
«سويس د زرداري پرضد دوسيې نه پرانيزي»
د پاکستان د عدلیې وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي دي، چې د دغه هیواد د ولسمشر پر ضد له اوږدې مودې راهیسې د اختلاس د دوسیو له پرانیستلو څخه سویس معذرت غوښتی دی. د دې کار دلیل د ولسمشر قانوني مصئونیت ښوول شوی دی.
افغانستان غواړي له پاکستان سره ستراتيژيک سند لاسليک کړي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، دغه هيواد دې ته تيار دئ چي له پاکستان سره د ستراتيژيکو همکاریو سند لاسليک کړي. خو په يوه شرط چي پاکستان د دغه تړون د محتوا پابنده وي.
د پاکستاني طالبانو برید ۳۱ کسان ووژل
چارواکو ویلي دي چې یاغیانو د پاکستان په شمال لویدیځ کې د شنبې په ورځ د پوځ پر یوې پوستې باندې برید کړی دی چې په پایله ې یې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي. طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
پاکستان: چاودنې ۱۹ تنه وژلي دي
پاکستان: ځانمرگي برید ۱۹ تنه ووژل
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په «هنگو» سیمه کې د شعیه مسلمانانو پر یوه جومات باندې ځانمرگی برید شوی دی، چې په پایله کې یې ۱۹ تنه وژل شوي او په لسهاوو نور انسانان ټپیان دي. (انځور له ارشیف څخه)
"په پاکستان کي اوس هم جهاديان روزل کيږي"
پاکستان تر اوسه پورې د هغو تندلارو مسلمانانو هدف دی چې غواړي خپل ژوند «جهاد» ته وقف کړي. دا په داسې حال کې ده چې اسامه بن لادن وژل شوی دی او د القاعدې تروريستي شبکه ډېره ځپل شوې ده.
د افغانستان او پاکستان وروستۍ امنیتي پېښې
په غزني کې د پولیسو د یوې پوستې مخې ته د چاودنې په پایله کې دوه تنه ملکي وگړي وژل شوي دي. له بلې خوا په بلخ ولایت کې یوې ترافیکي پېښې د دوو ملکيانو ژوند اخیستی دی. په پاکستان کې هم بیلابیلو امنیتي پېښو ۲۶ تنه وژلي دي.
پاکستان غواړي چې ټول افغان طالب بندیان آزاد کړي
پاکستان ټول افغان طالب بندیان آزادوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي دي چې دغه هیواد غواړي له پاکستاني زندانونو څخه ټول افغان طالب بندیان آزاد کړي. په دغو کسانو کې ښایي د طالبانو د رژیم پخوانۍ دویمه شمیره کس ملا برادر، هم شامل وي.
پاکستان د بې پيلوټه الوتکو تر سيوري لاندي
هره ورځ د پاکستان پر قبايلي سيمو باندي بې پيلوټه الوتکي څرخي راڅرخي. دوی شکمن ترهگر په نخښه کوي د کشفيدو په صورت کښي ډير چټکه حمله ورباندي کوي. خو عام خلگ هم ورسره په دايمي بيره کښي ژوند کوي.
پاکستان پر هندوستان د يو بل عسکر د وژلو تور لگولی دئ
د پاکستان او هندوستان تر منځ اړیکي
کارپوهان وایي چې په کشمیر کې د پاکستاني او هندي سرتیرو له خوا پر یو بل ډزې کول کومه نوې خبره نه ده. هغوی زیاتوي چې که څه هم په هندوستان کې د پاکستان پر ضد د اقداماتو غوښتنې کیږي خو ښايي دغه هیواد داسې کوم څه ونه کړي.
مخکينۍ پاڼه
د 88 پاڼو څخه 74
بله پاڼه