پاکستان کې د پوځ پر پوستې بريد دوه عسکر وژلي
۱۴۰۰ آذر ۷, یکشنبهد پاکستان پوځ د رسنيو څانګې د خالي يا شنبې په ماښام ويلي چې وسله والو د خیبرپښتونخوا ایالت د شمالي وزيرستان په دټه خېل سيمه کې پر يوې پوستې حمله کړې ده. دغه سيمه پخوا د پاکستاني پوځ يو اصلي سنګر وو. تر اوسه پورې هيڅ کومې ډلې سمدلاسه د بريد مسئوليت نه دی منلی.
د پاکستان د پوځ په خبره په يوه اوږده نښته او د ډزو په تبادله کې دوه سرتېري وژل شوي دي. زياته شوې چې په سيمه کې پلټنې جريان لري څو وسله وال اورپکي وموندل شي. پوځ د بريد کوونکو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.
شمالي وزيرستان په کلونو کلونو د وسله والو يوه خوندي سيمه بلل کېده څو چې پاکستاني پوځ پکې پراخ پوځي عمليات وکړل تر څو دغه سيمه تصفيه شي. له دې کبله اورپکي اړ وو چې يا له پولې ها خوا افغانستان ته وتښتي يا پولې ته څېرمه په غرنيو سيمو کې پټ شي. اوس هم اورپکي په تکرار سره پر امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.
په عین وخت کې پاکستان له داسې اسلامپالو اورپکو سره خبرې کوي چې د پاکستاني طالبانو په نوم شهرت لري. په دغو خبرو کې ورسره په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم مرسته کوي. اوسمهال يو موقت اوربند جاري شوی دی.