پاکستان - په يوه ترافيکي پيښه کې ۱۴ کسان وژل شوی
۱۳۹۸ آذر ۲۲, جمعهد فرانسې خبري آژانس په حواله، پيښه د جمعې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه چې يو مسافر وړونکی موټر له يوې لارۍ سره چې د سوند قاچاقي مواد يې ليږدول، ټکر وکړ.
پاکستاني پوليسو په دې اړه ويلي دي چې دا په وروستيو کې د دغه هيواد پر دغې خطرناکه لاره رامنځ ته شوې تر ټولو خونړۍ ترافيکي پيښه ده. دغه پيښه د جمعې په ورځ، سهار وختي، په قلعه سيف الله ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. دغه ولسوالۍ د پاکستان د بلوچستان ايالت مرکز، کوټې ښار شمال لويديځ لور ته په شاوخوا ۲۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده.
د پوليسو يوه افسر عبدالجبار، د پيښې په ځای کې د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د مساپرو ليږدونکی موټر، له لارۍ سره تر ټکر کيدو وروسته اور واخيست. د پوليسو دغه افسر وويل چې دوی ۱۴ مړي له دغه موټر څخه را ایستلي، چې په کې يې يو شمير د ډيرې سوځيدنې له امله سمدلاسه د پيژندلو وړ نه دي. پاکستاني چارواکو ويلي چې د مړو جسدونه د کوټې ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي.
د فسيح الله په نوم د پوليسو يو بل افسر هم دغه ترافيکې پيښه تائيد کړه او زياته يې کړه چې داسې ښکاري کومه لارۍ چې د مسافر وړونکو موټر ورسره جنګيدلی له ايران څخه يې د سوند قاچاقي مواد ليږدول. پاکستان د نړۍ په کچه يو د هغو هيوادونو څخه دی چې د وژونکو ترافيکي پيښو لوړ ريکارډ لري. خراب سړکونه، زاړه موټر او د موټرچلونکو بې احتياطي د دغو پيښو ستر لاملونه ښودل کيږي.
د پاکستان بلوچستان ایالات چې د ایران او پاکستان سره ګډې پولې لري، د تيلو او نور بهرنيو موادو په قاچاق کې بد نوم لري.