پاکستان: په شمالي وزیرستان کې مو څلور سرتیري وژل شوي
۱۳۹۹ تیر ۲۳, دوشنبهد یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جولای میاشتې په ۱۲مه نیټه) د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د افغانستان پولې ته څیرمه په شمالي وزیرستان کې یې له وسله والو مخالفینو سره په مخامخ جګړه کې د پوځ څلور سرتیري وژل شوي دي. د پاکستاني چارواکو په خبره، په دغه جګړه کې څلور تنه وسله وال جنګیالي هم وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې پاکستاني پوځیانو د وسله والو مخالفیو یوه سیمه د یکشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې محاصره کړې وه چې بیا وروسته جګړه پیل شوه.
په اعلامیه کې د وژل شویو جنګیالیو د هویت په هکله څه نه دي ویل شوي خو د پاکستان پوځ له اوږدې مودې راهیسې له پاکستاني طالبانو سره په جګړه کې دی چې په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان په نامه پیژندل کیږي.
تحریک طالبان پاکستان په دې هیواد کې یو شمیر خونړي بریدونه هم کړي دي. دغې وسله والې ډلې په افغانستان کې له داعش ډلې څخه هم خپل ملاتړ اعلان کړی دی. تر اوسه پورې پاکستاني طالبانو د دې پیښې په هکله په رسمي توګه څه نه دي ویلي.