اعلان
په تیرو څو لسیزو کې تل د افغانستان د ستونزو له کبله پاکستان ته ګوته نیول کیږي او واک ته د طالبانو په رسیدو سره دغه موضوع یو ځل بیا ګرمه شوې ده.
د افغانستان د پخواني حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح په شمول د پخواني حکومت ډېر چارواکي وايي چې افغانستان د پاکستان له لوري اشغال شوی دی.
د آشتي په خپرونه کي د افغانستان په راتلونکې کې د پاکستان پر ګټو او غوښتنو تمرکز شوی د دې خپرونې مېلمانه مو په پاکستان کې د عوامي نشنل ګوند غړې او د ملي جمهوري غورځنګ ويانده جمیله ګیلاني او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ټکنالوژۍ رئیس خیری الله شینواري دي.