پاکستان: يو پخوانی جنرال د تبليغاتو د مشر په توګه ټاکل شوی
۱۳۹۹ اردیبهشت ۹, سهشنبهد عمران خان له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ويل شوي چې عاصم باجوه، به چې يو متقاعد جنرال دی او يو وخت د پوځ د عامه اړيکو د څانګې مشر وو، د سه شنبې (د اپريل ۲۸ نیټه) ورځې څخه د اطلاعاتو په برخه کې د لومړي وزير د خاص مرستيال په توګه په دنده پيل وکړ.
لومړي وزير د دوشنبې په ورځ د اطلاحاتو په برخه کې خپله ځانګړې مرستياله او ويانده فردوس عاشق اعوان، له دندې ګوښه کړه او په دې توګه يې نوموړي متقاعد جنرال ته لاره هواره کړه.
د باجوه له ټاکل کيدو سره داسې اټکلونو زور اخیستی دی چې د نوموړي متقاعد جنرال د ګمارنې له پاره پوځ ښايي پر عمران خان فشار اچولی وي. پوځ هغه وخت د عمران واک ته سخته ضربه ورسوله چې یې وياند د مارچ پر ۲۳ نيټه د کوره پر وتلو محدوديت اعلان کړ. عمران تر دې يوه ورځ د مخه لاک ډاون يا محدوديت احتمال رد کړی وو.
شنونکي فدا خان، په دې اړه وويل چې دا ګمارنه د هغو پرله پسې پېښو د لړۍ تازه برخه ده چې په ۲۰۱۸م کال کې واک ته د عمران خان له رسیدو راهیسې په سياسي ډګر کې د پوځ د نفوذ د پراخيدو ښکارندوی کوي.
د روان کال په پيل کې د پاکستان د پوځ مشر قمر جاويد باجوه پر سياستوالو د خپل نفوذ په کارولو سره په دې وتوانيد چې پارلمان یې کاري موده د نورو دريو کلونو له پاره وغځوي.
څارونکي په دې باور دي چې لومړی وزير عمران خان، هیڅ واک نه لري او د پوځ پر اشارو چليږي. خو د نوموړي پلويان دا خبره ردوي. په اسلام آباد کې « Eurasian Century Institute» په نامه موسسې څخه عرفان شهزاد وايي: «دا لکه د يوې په کرارې کودتا په څېر بريښي لکه د ټاکنو پر وخت چې یې وړاندوينه شوې وه.»