پاکستان: دوو ترافيکي پېښو لږ تر لږه ۲۴ کسان وژلي
۱۳۹۸ اسفند ۱۹, دوشنبهاعلان
د سکردو ښار چارواکو ويلي چې يو سرویس موټر چې د روندو پر لور روان وو، چلوونکي یې کنترول له لاسه ورکړی او يوه تنگي ته پرېوتلې دی. يوه سيمه ایز چارواکي، خرم پرويز د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «په بس کې ۲۶ تنه مسافر سپاره ول چې ۱۹ یې ځای پر ځای مړه شوي او نور ۷ کسان سخت ټپيان شوي دي.»
د غلام مرتضی په نوم يوه بل چارواکي هم دغه شميره تائيد کړې.
د يکشنبې په ورځ هم پنځه تنه هغه ووژل شول او ۱۷ نور ټپيان شول چې يو سرویس موټر د اسلام آباد په شمال کې ارجا ښار گوټي ته څېرمه له يوه پاڼ څخه پرېوتلی وو.
په پاکستان کې تل ناوړه ترافيکي پېښې رامنځته کيږي چې علتونه یې د سړکونو او د نقليه وسايطو ناوړه حالت او د موټر چلوونکو بې احتياطي ښوول کيږي.
په ځانگړي توگه د هېواد په شمال غرنۍ سيمه کې تل خونړۍ ترافيکي پېښې رامنځته کيږي.
AG/BS