پاکستان ـ سرحدي ځواک پر پوستې ولسوال بريد ۷ امنيتي کسان وژلي
۱۳۹۹ دی ۷, یکشنبهچارواکو ويلي دی چې وسله والو د بلوچستان آيالت په هرنۍ ضلع يا ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر يوې پوستې باندې بريد وروړی دی. د پوليسو يوه افسر، شاه ولي ترين، د دغه بريد تلفات لا لوړ وبلل.
هغه وويل چې د ډزو په تبادله کې چې د يکشنبې يا اتوار ورځې په سهار شوې ده، شپږ تنه نيمه پوځي ځواکونه او دوه شخصي ساتونکي وژل شوي دي. د هغه په خبره شپږ نور ځواکونه په دغه بريد کې سخت ټپيان شوي هم دي.
د ترين په وينا بريدکوونکي له سيمې تښتېدلي او غرونو ته يې مخه کړې ده مخکې له دې چې نور امنيتي ځواکونه د ملاتړ په موخه ورورسيږي.
پر امنيتي ځواکونو دغه بريد یوه ورځ وروسته له هغه کيږي چې د فوټبال يوه ميدان ته څېرمه بم چاودلی وو چې دوه تنه نندارچيان پکې ووژل او شپږ نور تنه پکې د بلوچستان په بنجګور ضلع کې زخميان شول.
هيڅ کومې ډلې د دواړو بريدونو پړه منلې نه ده. خو بلوچستان د يوې لسيزې څخه زيات وخت د يوه پاڅون شاهد دی چې بلوڅ بېلتون غوښتونکي پکې د خپلواکۍ دپاره جنګيږي او د دغه آيالت د ګازو او معدنونو په سرچينو کې خپله ونډه غواړي.
AP/ن ص/ ا ا