پاکستان د اروپايي ټولني څخه ایستل سوي کډوال نه دي منلي
۱۳۹۴ آذر ۱۲, پنجشنبه
د پاکستان او اروپايي ټولنې تر منځ د ردسوو پناه غوښتونکو پرسر شخړه بیرته توده سوې ده. دغه هیواد د پنجشنبه په ورځ (د ۲۰۱۵کال د دسامبر ۳مه نېټه) د هغو دیرشو مهاجرو د منلو څخه ډه ډه وکړه، چی د یونان څخه خارج سوي ول.
هغوی اجازه نه درلوده، چي په اسلام اباد کي د چارتر الوتکي څخه راکښته سي او مجبوره وه، چي بیرته یونان ته ولاړ سي. ددې برعکس بیا ۱۹ تنه پاکستاني کډوال ومنل سول. په دې اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په خبر کي راغلي دي، چي د دغو دیرشو تنو د هویت په باب هغوی ته معلومات نه وه ورکول سوي او په همدې دلیل د پاکستان قوانین تر پښو لاندي سوي دي.
تیره میاشت د پاکستان د کورنیو چارو وزیرچودري نثار علي خان د اروپايي ټولني سره هغه موافقه لغؤ اعلان کړه، د کومي پراساس چي به پاکستان ردسوي مهاجر بیرته مني. په ۲۰۰۹ م کال کي د دغه قرارداد له مخې غیرقانوني پاکستاني او نورو هیوادو مهاجر، چي د پاکستان له لاري اروپايي ټولنې ته ورداخلیږي، بیرته دغه هیواد ته استول کیدلای سي.
پاکستان د لیږل سوو مهاجرو دلیل دا راوړی دی، چي دغه هیواد هغه کډوال نه مني، چي د افراطیونو سره ممکنه ارتباط ولري.
د اروپايي ټولني له کړیو څخه وروسته ویل سوي دي، چی دغه اختلاف بیرته لیري سوی دی، او پاکستان د مخکني تړون ځان پابند بولي.