پاکستان: تر سلو زیات پوځیان د واورو لاندې شوي
۱۳۹۱ فروردین ۱۹, شنبهاعلان
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان یو شمیر ځایي تلویزونونو بیا خبر ورکړی دئ چې د ۱۵۰ څخه زیات سرتیري واورو لاندې کړي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباس، ویلي دي چې د شنبې په ورځ سهار ښپږ بجې برف کوچونو د پاکستاني سرتیرو یو پوځي کمپ لاندې کړ. د هغه په خبره په دې ترڅ کې له سلو څخه زیات پوځیان واورو لاندې شوي دي.
عباس زیاته کړې ده چې د ژغورنې ډله د پېښې ځای ته استول شوې ده. د هغه په وینا په دې اړه به نور معلومات وروسته وړاندې کړای شي چې دغه پېښې څومره کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.
د سیاچین سېمه د پاکستان او هندوستان تر منځ د کشمیر سېمې ته نزدې پرته ده او د دواړو هیوادونو په زرونو پوځیان پکښې مېشت دي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش