ټرمپ د پاناما او سویز کانالونو د وړیا کارولو غوښتنه وکړه
۱۴۰۴ اردیبهشت ۷, یکشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې (د اپریل میاشتې ۲۶ نیټه) په ورځ غوښتنه وکړه چې د امریکا نظامي او سوداګریزې بیړۍ دې بې له هر ډول مصارفو څخه د پاناما او سویز له کانالونو څخه تیرې شي.
ټرمپ د څو میاشتو راهیسې غواړي چې د پاناما کانال کنترول دې متحده ایالات په خپل لاس کې واخلي، خو د خپلو ټولنیزو رسنیو په یوه پوست کې یې خپله توجه د سویز حیاتي کانال مسیر ته اړولې ده.
ټرمپ لیکلي دي: «هم نظامي او هم سوداګریزې امریکایي کښتۍ باید اجازه ولري چې بې له مصارفو څخه د پاناما او سویز له کانالونو څخه تیرې شي!»
هغه زیاته کړه چې دغه دوه مسیرونه بې له متحده ایالاتو څخه «شتون نه درلود» ټرمپ همدارنګه ویلي دي چې هغه خپل د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو څخه غوښتي دي چې په «عاجل ډول دې دغه مسئله حل کړي.»
د پانامه ولسمشر خوزه رائول مولینو، بې له دې چې ټرمپ ته په مستقیم ډول اشاره وکړي د شنبې په ورځ وویل چې د پاناما له کانال څخه د تیریدو مصارف د «پانامه کانال ادارې» په وسیله، چې یوه خپلواکمنه اداره او پر دې مسیر د سوداگرۍ د نظارت دنده لري، تنظیمیږي. نوموړي په ایکس شبکه کې لیکلي «د دې په خلاف هیڅ موافقه شتون نه لري.»
د متحده ایالاتو دفاع وزیر پيت هیګست، د روانې میاشتې به لومړیو کې د پاناما ښار ته د یوه سفر په ترڅ کې ویلي و چې امریکا د یوې داسې موافقې په لټه کې ده چې له مخې یې د دغه هیواد جنګي بیړۍ وکولی شي تر ټولو دمخه او په وړیا ډول له دې کانال څخه تیرې شي.
امریکا او چین د پاناما کانال تر ټولو لوی استفاده کوونکي دي
د مصر سویز کانال، یو مهم سمندري مسیر دی چې اروپا له اسیا سره وصلوي. د سره بحیرې او عدن خلیج پر مسیرونو د یمن د حوثي یاغیانو له بریدونو مخکې د نړۍ د سمندري سوداگرۍ ۱۰ سلنه برخه له همدې لارې ترسره کیدله. حوثي یاغیانو د غزې د جگړې له پیلیدو وروسته کښتۍ په نښه کړې او اعلان یې وکړ چې دا کار له فلسطینیانو سره د پيوستون په اساس ترسره کوي.
دا کار د دې سبب شو چې کښتۍ مجبوره شول خپل مسیر تغیر او د افریقا وچې له سویل څخه پر اوږدې او ډیر لگښت لرونکي مسیر تگ راتگ وکړي.
مصر تیر کال اعلان وکړ چې د سویز کانال په عاید کې ۶۰ سلنه کمښت راغلی دی چې د ۷ میلیارده ډالرو د له لاسه ورکولو معادل و.
د متحده ایالاتو ځواکونو د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د حوثیانو پر مرکزونو بریدونه پیل کړي دي، خو دغه بریدونه د ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست په دویمه دوره کې لا زیات ډیر شول او تیره میاشت یې نږدې هره ورځ دوام درلود.
ټرمپ اعلان کړی دی چې نظامي عملیات به تر هغې چې سمندري تګ راتګ ته د حوثیانو ګواښ نه وي ختم شوی دوام وکړي.